اوکراين له افغانستان سره د ۳۰ زره ټنه غنمو مرسته کړې

812

اوکراين د ملګرو ملتونو د خوړو د نړيوال پروګرام له لارې له افغانستان سره د ۳۰ زره ټنه غنمو مرسته کړې ده. د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلېنکن نن سهار وختي په دې اړه يوه ټويټ کې ويلي، سره له دې چې اوکراين پخپله د روسيې د بې دليله يرغل له کبله ځوريږي، خو بيا يې هم افغانستان کې د بشري ناورين د مخنيوي په هڅه کې له دغه هېواد سره د ۳۰ زرو ټنو غنمو مرسته کړې ده. بلېنکن دغه راز ويلي چې اوکراين له سوماليا او ايتوپيا سره هم د ۵۰ زره ټنه غنمو مرسته کوي. له افغانستان، سوماليا او ايتوپيا سره د اوکراين د غنمو د مرستې اعلان په داسې حال کې دی چې پر دغه هېواد د روسيې له يرغل وروسته په نړيواله کچه د خوراکي توکو بيې لوړې شوې. تر دې وړاندې هند هم له افغانستان سره د ۵۰ زرو ټنو غنمو مرسته کړې وه چې د پاکستان له لوري د خنډونو د رامنځته کېدو له کبله يې د يوه کال په تېرېدو سره هم هېواد ته د را لېږد بهير لا نه دی بشپړ شوی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.