د اسټرالیا د کرکټ یو پخوانی لوبغاړی د موټر په ټکر کې مړ شوی
د اسټرالیا د کرکټ ملي ادارې ویلي چې پخوانی لوبغاړی انډریو سایمنډز د ۴۶ کالونو په عمر د دې هیواد په شمال ختیځه برخه کې د موټر په ټکر کې مړ شوی.
د اسټرالیا د کرکټ د ادارې په اعلامیې کې سایمنډز “اتل” بلل شوی او پکې ویل شوې چې په خپل وخت کې د اسټرالیا د کرکټ د لوبډلې لپاره یو تر ټولو غوره هغه لوبغاړی و چې هم یې توپ وهنه او هم توپ اچوونه کولی شوی.
د کرکټ په لوبه کې دا شان لوبغاړي ته آلرونډر ویل کیږي.
انډریو سایمنډز د اسټرالیا د لوبډلې لپاره ۲۶ د ټیسټ لوبې کړې وې خو هغه د شلو شلو اورونو او یو ورځنیو نړیوالو لوبو کې پخپلې لولډلې کې متخصص و.
هغه د اسټرالیا د لوبډلې لپاره ۱۹۸ یو ورځنۍ نړیوالې لوبې کړې او په ۲۰۰۳ او ۲۰۰۷ کال په نړیوالو جامونو کې د لوبډلې د مهمو لوبغاړو څخه و چې د خپلې لوبډلې لپاره یې اتلولي وګټله.
انډریو سایمنډز د کرکټ لوبې څخه تر تقاعد کیدو وروسته په تلویزیونونو او نورو خپرونو کې د مبصر په توګه کار کاوه.
د کوینزلنیډ پولیسو ویلي چې د موټرو دا ټکر د پایتخت ټاونزویل څخه تقریباً ۵۰ کیلو مټره لیرې په یوې لویې لارې کې شوی.
د پولیسو په اعلامیې کې ویل شوي چې سایمنډز په موټر کې یوازې و. د پولیسو د اعلامیې پر اساس پیښه د شپې په شاوخوا ۱۱ بجو شوې.
پولیس وایي چې موټر د سړک څخه اوښتی و او څو ملاقه یې وهلي و.
د عاجلو خدماتو مسؤلینو ویلي چې انډریو سایمنډز په پیښه کې ټپي شوي او د همدې ټپونو له کبله مړ شوی و.
دا په روان ۲۰۲۲ میلادي کال کې د اسټرالیا د کرکټ دریم پخوانی لوبغاړی دی چې مړ کیږي. د سایمنډز څخه وړاندې د دې هیواد او په نړیواله کچه یو تر ټولو مشهور ورو توپ اچوونکي شین وارن هم د زړه دریدو له کبله مړ شو.
تر شین وران وروسته د اسټرلیا یو بل پخوانی ویکټ ساتونکی راډ مارش د ۷۴ کالونو په عمر مړ شو.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.