د اوکراین له اودیسا بندر څخه د غلو لومړۍ کښتۍ حرکت وکړ

455

د اوکراین له اودیسا بندر څخه د غلو لومړۍ کښتۍ حرکت وکړ

اوکرایني او ترکي چارواکي وايي، چې د اوکراین په غلو بار لومړنۍ کښتۍ نن له اودیسا بندر څخه حرکت پیل کړی دی. تمه ده چې دا کښتۍ به سبا سې ‌شنبه استانبول ته ورسېږي او له تفتیش وروسته به د لبنان په لوري حرکت ته دوام ورکړي. د ترکیې دفاع وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار د اوکراین او روسیې له وزیرانو او اړوندو خواوو سره د کتنو او په استانبول کې د ګډې همغږۍ د مرکز د جدي کار په پایله کې دغه هوکړه وشوه. په اعلاميه کې ويل شوي دي چې د رزوني په نامه دا باروړنکې مصري بېړۍ د لبنان پر لورې حرکت کړی دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.