امریکا په اوکراین کې خپل سفارت بېرته پرانیست

509

امریکا په اوکراین کې خپل سفارت بېرته پرانیست

د رسنیو د راپورونو له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې خپل سفارت یې تر درې میاشتې ځنډ وروسته بېرته په کېف کې پرانیستی دی او نوی سفیر یې معرفي کړی دی. د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په دې تړاو په خپلو څرګندونو کې ویلي چې دوی د اوکراین له خلکو سره ولاړ دي او د روسیې د ظالمانه تېري پر وړاندې د دوی ملاتړ کوي. بلینکن وایي په همدې موخه یې په کېف کې پر خپل سفارت بېرته د امریکا بیرغ درولی او تمه لري چې وکړی شي په دې توګه د اوکراین له وګړو سره خپله همکاري او ملاتړ ثابت کړي. امریکا د روسیې تر برید مخکې په پلازمینه کېف کې خپل سفارت تړلی و.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.