غـــــــــزل

ابراهیم ګلزار

777
په شــــيبو شـــيبو باران دى دا څه کيږي
درانه څـاڅــکــي پـه نازک ګلاب وريږي
هــــوا خــپلـه مـوســيقــي ده شـروع کړى
ونې واړه کـړي مـــســـتي ورته ناڅـيږي
ټول ګلـــــونه يـو او بل ته غـــــاړې وځي
نه حــــياء کــوي لـه چـا او نه شـرمـــيږي
څـو شــيبو کې يې ګرمـې کړه ټوله ختمـه
موسم يخ شو اوس مې ټول وجود رپيږي
يو خوا ګـوړه مــمـپلى قـاب کې پراته دې
بل خوا چاٸ هم په چاٸنکـه کې خوټيږي
د باران نه پـس فـضـا شوه څومره ښکلې
په کـې ښــه نرم او يخ شــمــال لــــږيږي
لــمـــر راوخــتو ښــکاره د بوډۍ ټال شـو
پـه کې څـه ښـکلې رنګــونه څـرګــندېږي
مـســافــر جـانانه راشــه خـپل وطـــن ته
کـه دې ګله د څـنګل خـوب ته زړه کـيږې
رانه هــيره وي ، بـاران کــې شـي رايـاده
د ګلــــــــزار نه يـوه ښـکلـې نه هــيريږي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.