سره ګلان _ د ماشومانو لپاره لنډه کیسه

ناجیه نجات

1,561

بصيرې د کور  ترمخ له باغچې څخه ګلان شکول؛ شاکر هغه له دې کار څخه منع کوله  او ويل يې،چې ګل په بوټي کې ښه ښکاري خو، بصيرې يې خبرو ته غوږ ونه نيو او دګلانو شکولو ته يې دوام ورکړ.

په  دې وخت بنجاري د خپل موزون شعر په ويلو د هغوی خواته راغی او د ماشومانو سره يې روغبړ وکړ. شاکر د بصيرې د ګلانو شکولو خبره له بنجاري سره شريکه کړه.

بنجاري هم د بصيرې د ګلانو شکول ښه کار ونه باله او هغوی ته يې په جادويي هنداره کې شفيقه او احمد وښودل، چې د خپل کور تر مخ يې د ګلانو پالنه يې کوله.

شفيقې ويل، چې تېر کال يې د کور له مخې تازه ګلان شکول، چې له کبله يې  د ګلانو ټول بوټي سپېره ښکارېدل، خو داچې سږ کال  دا کار نه کوي، د کور مخه يې په ګلانو ښکلې ښکاري.

د شفيقې د خبرو په پای ته رسېدو سره، جادويي هنداره هم وتړل شوه. بصيرې ژمنه وکړه، چې تر دې وروسته به نه يوازې داچې ګلان له بوټو نه شکوي، بلکې ساتنه او پالنه به يې هم کوي.

بنجاري هغوی ته له خورجينې څخه يو، يو دانه پلاستيکي ګل ورکړ او خپله بلې کوڅې ته ولاړ.

بله کوڅه :

نعيم  له کريمې وغوښتل، چې د رسۍ کشولو لوبه دې ورسره وکړي خو، کريمې وويل، چې دهغې د چندرو لوبه خوښېږي. په دې وخت  بنجاري راغی او له هغوی يې وپوښتل، چې چندرو کول او پړي کشول څه دي؟

نعيم وويل، چې دا د لوبو نومونه دي. بنجاري وويل، چې د يو کار سرته رسولو ته فعل وايي لکه چندرو کول، ډوډۍخوړل او داسې نور؛  چندرو نوم او کول يې فعل دی او هم ډوډۍ نوم او خوړل يې فعل دی.

ماشومانو د څښل، ژړل او خندل مثالونه پيدا کړل. بنجاري هغوی وستايل او ترې ويې غوښتل،چې دا مالومات دې دخپلو نورو انډيوالانو سره هم شريک کړي او په خپله ولاړ بلې کوڅې ته.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.