د خیبر پښتونخوا د سلېمان غره په ځنګل کې د څو ورځو راهیسې اور لګیدلی

503

عيني شاهدان وايي چې له تېرو لسو ورځو راهیسې د خیبرپښتونخوا د سلیمان غر په سلسلو کې د ډېره اسماعیل خان د مغل کوټ سیمې په ځنګله کې اور لګیدلی دی. دوی ويلي دي چې اوس د انور کلان کلي د مڼې غره کې هم ځنګله اور اخیستی. یوه عیني شاهد او ځایي خبریال انور خطاب مونږ ته وویل، د مغل کوټ اور د برېښنا د شارټۍ له امله بلل کیږي، چې اوس مهال یې څپه بلوچستان ته رسیدلې او د مڼې غره اور هم د پراخیدو په حال کې دی. نوموړی وایي، په بلوچستان کې د هلیکوپترو په مرسته د اور مړ کولو هڅې پیل شوې دي، خو د مغل کوټ په تور نیشپه او د نورکلان په مڼې غره کې د اور مړ کولو له پاره د پاکستان حکومت تر اوسه کوم اقدام نه دی کړی. د ځایي خلکو په خبره تر اوسه تر لسو جریبو ځنګل سوځیدلی دی او لسګونه کورنۍ چې په ځنګله کې لګیدلي اور ته نږدې اوسیدې د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوې دي. نن له جمعې لمانځه وروسته په ډېره اسماعیل خان کې ځایي خلکو لاریون کړی، د یوه ساعت له پاره یې عمومي سړک تړلی و او له حکومت نه یې غوښتنه کوله چې په بیړني ډول اور مړ کولو له پاره اقدام وکړي. ځایي خبریال عمر خطاب وایي، خلکو د پاکستان له حکومت غوښتنه کوله چې د هلیکوپترو په مرسته دې اور مړ کړي، او کنه د احتجاج په توګه به د ډېره اسماعیل خان لویه لاره د ترافیکو پرمخ وتړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.