په تلوېزیونونو کې د مخ پټولو پرته ښځینه کارکوونکې راښکاره شوې

913

په تلوېزیونونو کې د مخ پټولو پرته ښځینه کارکوونکې راښکاره شوې

په افغانستان کې د یو شمېر خصوصي تلوېزیونونو ښځینه چلوونکې نن بې له دې چې مخونه یې پټ وي، د تلوېزیون په پرده راښکاره شوې.

​په افغانستان کې د خصوصي تلوېزیونونو ښځینه چلوونکې د طالبانو د امر باالمعروف او نهی‌ عن‌المنکر وزارت د امر پر خلاف، د دې ډلې د استخباراتو په لارښوونه نن بې له دې چې مخونه یې پټ وي، د تلوېزیونونو په پرده راښکاره شوې.

له دوی یو شمېرو یې چې د موضوع د حساسیت له امله یې ونه غوښتل نومونه یې خپاره شي مونږ ته وویل، د طالبانو د استخباراتو ریاست ورته ویلي، له دې وروسته کولای شي چې په لوڅ مخ خپلې خپرونې مخته یوسي.

دا په داسې حال کې ده، چې د تېرې پنجشنبې په ورځ د خصوصي تلوېزیونونو ښځینه ویاندویانو او د خپرونو چلوونکو د طالبانو د امرباالمعروف او نهی‌ عن‌المنکر وزارت په امر خپلې څېرې په ماسک پټې او د تلوېزیونونو پر پرده را ښکاره شوې.

خو نن هم د دې وزارت ویاند محمد صادق عاکف مهاجر مونږ ته وویل، د دې وزارت په امر کې هېڅ بدلون نه‌دی راغلی.

د ده په خبره، دوی د رسنیو مسوولانو سره ایې ړیکه نیولې او ورته یې ویلي چې د دې وزارت امر باید ومنل شي.

هغه زیاته کړه: “نخیر، دا فرمان په خپل ځای دی. هماغه پخوانی فرمان دی. داسې کومه خبره رسنیو ته چا نه‌ده کړې. موږ رسنیو سره اړیکه ونیوله او دا خبره مو ورته وکړه.”

خو ښاغلي مهاجر دا پوښتنه ځواب نه‌کړه، چې ولې د امرباالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت او د طالبانو د استخباراتو ریاست ترمنځ د نه همغږۍ دلیل څه دي؟

له هغه چې طالبان پر افغانستان بیا واکمن شوي، پر ښځو یې ډول ډول محدودیتونه وضع کړي.

له شپږم ټولګي پورته یې د نجونو ښوونځي تړلي، حجاب یې اجباری کړی او تازه یې امر کړی چې د تلوېزیونونو ښځینه کارکوونکې دې بې له ماسک اغوستو د تلوېزیونونو په پرده نه را ښکاره کېږي.

د نجونو او ښځو پر وړاندې د طالبانو دا ډول سخت دریځه کړنې په کور دننه او بهر له سختو او تُندو غبرګونونو او نیوکو سره مخ دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.