د پښتونخوا د ځنګلونو لمبې

ممتاز اورکزے

908
د پښتونخوا د لمبه لمبه ځنګلونو په نوم
چــــرته لاړ شم ياره ځنګل اور اخستی دی
لـوټــې لوټــې ښاره ځنګل اور اخستی دی
هلــــــــــــــه اباسينه طغياني شه ،طوفاني
اوچـــــــــــوه کړه ماره ځنګل اور اخستے دی
شورجوړ کړئ بلبلو ستاسو ځالې سوځوي
جــــار مـــــو له چغاره ځنګل اوراخستی دی
ای پيـــــــــــــره مـــــــــــرشده اسمانونه لړزوه
غـــــــږ!ساقـي خماره ځنګل اور اخستی دی
وا مسته ملنګه کچکول مات کړه پخپل سر
جــــــــګ شه له مزاره ځنګل اور اخستی دی
ويښ کړه پښتانه له خوبه چغې کړه چمبې
ويــــــر اوکــــړه سـتاره ځنګل اور اخستی دی
بـــــــــــاد ايرې راوړي مـــمتازه نولي يې په تا
پــــــــــورته شه بيماره ځنګل اور اخستی دی

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.