لارښوونکی

عبدالروف بینوا

1,000

له فريب او دروه سره نا اشنا وم, مکر او چل مې زړه ته لار نه درلوده, دروغ مې نه پېژندل, د ژوندون د لويې لارې مسافر وم… له پرېشانه خوبه راپاڅېدم. قافله ډېره پر مخ تللې وه يوازې زه وم, چې د لارښوونکي په انتظار مې لويې لارې کتلې ډېر راغلل, تېرشول, مګر يوه هم د زړه سوي په توګه راته ونه کتل. ځينو به د ګوتو په شمارو لار را وښودله, خو د ګوتو د اشارو لارې ډېرې اوږدې وې. ځينو به ددې لپاره, چې ځانونه په ما وساتي له ځان سره روان کړم, خو چې خطر به تېر شو, نو بېرته به يې زه په لويه لاره پرېښودلم او دوی به لاړه…
همداسې د لارښوونکي په انتظار په لويه لار کې ولاړ وم, څو ته راغلې, زه دې تر لاس ونيولم, زه هم پاک زړه په تا پسې روان شوم او د لارې د موندلو په غرض مې ستا لمن ټينګه کړه, هرې خواته چې به تلې, درپسې تلم, او تا هم ماته د لار موندنې ډاډ را کاوه.
ناڅاپه موسمي توره ورېځ پيدا شوه. باران او ږلۍ اورېدل شرو شوه. اسمان او ځمکه په په خروش راغلل لارې ګډې۔وډې شولې, خوزه ډاډه وم, چې تا غوندې لارښوونکی لرم و تاته مې سترګې وې, چې د زمانې په دې توره دربېله کې به لار را وښیې… مګر په همغه حال کې تا په ډېرې حيرانتيا مخ راواړاوه او له ما څخه دې پوښتنه وکړه, چې اې مسافره لار را وښيه! لاره کومه ده؟ هغه وخت نو زه پوه شوم, چې زما د ژوندون د لارې ښوونکی یوازې زه يم; بايد زه پخپله خپله لارښوونه وکړم.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.