د حجاب په اړه د کرزي څرګندونو ته د طالبانو غبرګون

840
د حجاب په اړه د کرزي څرګندونو ته د طالبانو غبرګون
د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي پر هغو څرګندونو غبرګون ښودلی چې وايي، تلویزیونونه باید د خپلو ښځینه ویاندانو د خپرونو وړاندې کولو پرمهال د طالبانو له لوري د مخ پټولو پرېکړه ونه مني.‌
امر بالمعروف وزارت په تازه څرګندونو کې د حجاب په اړه د ښاغلي کرزي خبرې د تبصرې وړ نه دي بللې، چې په وینا یې “هغه (کرزي) په تېرو شلو کلونو کې د پردیو د خوشحالولو لپاره نورو افغان خویندو ته د هر ډول ازادۍ غوښتنه کوله او اسباب یې ورته برابرول، خو خپله کورودانه یې تر پایه په رسنیو کې داسې را ښکاره نه کړه چې له نورو یې غوښتل”.
له دې مخکې د افغانستان مخکیني ولسمشر حامد کرزي ویلي و، تلویزیونونه باید د دوی د ښځینه ویاندویانو لخوا د خپرونو وړاندې کولو پر مهال د مخ پټولو پرېکړه ونه مني‌،‌ ځکه د نوموړي په ټکو دا ډول حجاب د افغانستان د فرهنګ برخه نه ده.
ښاغلی کرزی له طالبانو غواړي چې پر خپلې دې پرېکړې بیا کتنه وکړي،‌ ځکه د نوموړي په خبره افغانستان او د دغه هېواد حیثیت ته زیان رسوي.‌
د افغانستان مخکینی ولسمشر زیاتوي چې افغان مېرمنو تل حجاب مراعت کړی، ‌خو څادري او د مخ پټول حجاب نه،‌ بلکې د نورو هېوادو فرهنګ دی،‌ چې په تېرو دوو – دریو پېړیو کې افغانستان ته وارد شوی.
همدا رنګه ښاغلي کرزي ویلي چې د نجونو زدکړې افغانانو لپاره دپرتمین ژوند بنسټ جوړوي او “هېڅ ډول معامله پرې نشي کېدای.‌”
هغه د سي اېن اېن کرسټین امانپور سره مرکه کې ویلي طالبان باید پر دې پوه وي چې افغانان به هېڅکله ورسره دا پرېکړه ونه مني.‌
ښاغلی کرزی وایي‌، دا هم د طالبانو او هم د افغانستان په ګټه ده چې نجونې هر څومره ژر شونې وي،‌ ښوونځیو ته ستنې شي.‌
افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې “دېبورا لاینز” وایي‌ طالبان د نجونو د زدکړو په اړه یوه خوله نه دي.‌
د یوناما مشرې له سي این این تلویزیون سره وروستۍ مرکه کې ویلي د طالبانو مشران د یوه حکومت په توګه د نجونو د زدکړه په اړه یوه خوله نه دي.
اغلې لاینز وايي، د طالبان حکومت له شپږم ټولګي پورته له ښوونځیو د نجونو راګرځولو ته توجیه او همدا راز دې برخه کې پرمختګ ته مشخص پلان نه لري.‌
نوموړې زیاتوي،‌ واک ته د طالبانو له بیا رسېدو نږدې لس میاشتې کېږي‌ چې د نجونو پر مخ د منځنیو او ناثوي ښوونځیو دروازې تړلې.
د ملګرو ملتونو دا لوړ پوړې چارواکې وايي افغانستان د نړۍ پر مخ یوازینی هېواد دی چې نجونې پکې له زدکړو راګرځول شوي او طالبان پر دې پوه دي چې دا موضوع نړیوالې ټولنې ته مهمه ده.‌
هغه زیاتوي،‌ د نجونو زدکړې یې طالب مشرانو سره د هرې لیدنې مهمه برخه وی.‌
د افغانستان مخکینی ولسمشر او د یوناما مشره دا څرګندنې داسې مهال کوي چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي سراج الدین حقاني تېر اوونۍ له همدغه سي این این سره مرکه کې ویلي و، د دوی حکومت کې یو کس هم د نجونو د زدکړو مخالف نه دی.‌
هغه زیاته کړې وه چې پر یوه میکانیزم کار روان دی چې بشپړېدو سره به یې د نجونو پر مخ له شپږم ټولګي پورته ښوونځي پرانیستل شي.‌ خو تر اوسه روښانه نه ده چې کله به ښوونځي پرانیستل کېږي.
د طالبانو لخوا افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو تړل کېدو،‌ مېرمنو ته د حجاب جبري کېدو او له محرم پرته له هېواده د ښځو پر وتلو بندیز،‌ د دوی حکومت سره د نړۍ له وړاندې سړې اړېکي لا پسې ترینګلې کړې.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.