په تولسا کې د کایناتو مرکز

562

“د کائناتو مرکز” (center of universe)د امریکا د اوکلاهوما ایالت په تولسا کې د یو حیرانونکي ځای نوم دی چې خلک د خپلو عجیبو ځانګړتیاو له امله راجلبوي.

دا په زړه پورې ځای چې هر کال د نړی څخه د لسو زرو څخه ډیر سیلانیان راجلبوي، د 30 انچو قطر سره یو کوچنی کانکریټ دایره ده، چې د 13 خښتو څخه لویي دایره په مینځ کې موقعیت لري، او د هغې. ټول قطر 8 فوټ دی.

د دې دایرې په اړه راز دا دی چې که تاسو د دایرې په مینځ کې ودریږئ او غږ وکړئ، غږ به د تولید په پرتله څو ځله لوړ منعکس شي. یعني که ودریږئ او خبرې وکړئ، د خپل غږ انعکاس به اورئ، خو له دایرې بهر هیڅوک د هغه انعکاس غږ نه اوري. حتی متخصصین په سمه توګه نه پوهیږي چې ولې دا پیښیږي.

له دې څخه هم عجیبه یي دا ده، که تاسو د دایرې څخه بهر ودریږئ او په دایره کې ولاړ یو چا سره خبرې وکړئ، هغه غږ چې تاسو یې اورئ هغه به تحریف او ناڅرګند وي.

کله چې تاسو په نوموړي دایره کې ودریږئ او په کانکریټ سطح باندې یو کوچنی توپ وغورځوئ، تاسو به فکر کوی چي یو کمزوری غږ به واورئ. مګر هغه څه چې تاسو یې اورئ د غږ د انعکاس له امله به د توپ یو ډیر لوړ غږ وي.

دا پراسرار صوتي انډول په 1980s کې رامینځته شو کله چې انجینرانو یو ویجاړ شی پل بیا جوړه وه. ډیری څیړونکو ددي ځای په اړه پلټني کړي خو کومي پیلي ته نه دي راسیدلي. د پارابولیک انعکاس یوه تیوري داسي وایي چي هغه ګردي ډبرې چې د دایره پر شاوخوا راګرځيدلي له همدي امله دی خو دغه یواځي یوه نظریه ده.

مګر ځینې لیدونکي دې ځای ته د یوي څپې په توګه ګوري چې په کې ټول کاسمیک انرژي ټکر کوي یا د نړۍ روحونه زموږ سره موازي لوبې کوي. په هرصورت، تر اوسه پورې د دې پیښې په اړه د ساینس پوهانو لخوا هیڅ روښانه توضیحات ندي وړاندې شوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.