عباس ستانکزی: له ښځو د تعلیم اخیستل شوی حق باید ورکړل شي

553

عباس ستانکزی: له ښځو د تعلیم اخیستل شوی حق باید ورکړل شي

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزی وايي، له افغان ښځو د تعلیم حق اخیستل شوی، دوی د ټولنې نیمایي برخه ده او باید د دا حق یې ورکړل شي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستنکزی، د حکومتولۍ په بېلابېلو برخو کې د طالبانو د حکومت له خوا شوي کارونه کافي نه بولي وايي، باید لا ډېر کار وشي.

ستانکزي نن په کابل کې د طالبانو د مخکیني مشر ملا اختر محمد منصور د شپږ تلین په مناسبت جوړې شوې غونډې په افغانستان کې د ښځو د حقونو په ځانګړي ډول د دوی د تعلیم په اړه هم خبرې وکړې.

نوموړي وویل، چې په افغانستان کې د ښځو د تعلیم حق نه دی ورکړل شوی.

هغه زیاته کړه: “د ښځو هغه شرعي حقوق چا نه دي ورکړي، د تعلیم حق چا نه دی ورکړی، په افغانستان کې تعلیم شته خو مېرمنو ته څوک حق نه ورکوي، ورکړه حقوق یې، دا ښځې به اسلام چېرته زده کوي خو په مدرسه او مکتب کې به زده کوي او دا د حکومت وظیفه ده، دا چې په یو ځای کې فساد وي د هغه مخه باید ونیول شي خو دا دې معنی نه لري چې د یوې ټولنې نیمه برخه ترې واړول شي، ښځې ته باید هغه حقوق ورکړل شي زموږ خدای او رسول او افغان دود ورکړي.”

ستانکزي د ښځو د تعلیم ترڅنګ په حکومت کې په سیاسي، اقتصادي او نظامي چارو هم تندې نیوکې وکړې.

نوموړي وویل، په تېرو اتو میاشتو کې شوی کار کافي نه دی او ولس د زیات کار غوښتنه لري.

هغه دغه شان وویل، چې د روان وضیعت دوام ولس له حکومت لرې او دا د یو نظام لپاره موده رالنډوي.

دا لومړی ځل دی، چې یو طالب چارواکی په داسي صراحت په عمومي غونده کې د حکومت کړنې انتقادوي.

پر افغانستان د طالبانو له بیا ځلي واکمنېدو ورسته پر ښځو یو شمېر محدودیتونه ولګېدل چې دا محدودیتونه په کور دننه او بهر له پراغو غبرګونونو سره مخ شول.

په دې محدودیتونو کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو بندیدل هم شامل دي، چې لا هم تړلي دي.

په ورته وخت کې د طالبانو د حکومت د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر محمد یعقوب مجاهد په همدې غونډه کې د خپلو خبرو پر مهال له نړېوالې ټولنې غوښته وکړه، چې له افغانستان سره یو تعامل ته ورسېږي.

نوموړي وویل، امریکا دې خپلې کړې ژمنې له افغان ولس سره پوره کړي.

هغه وویل: “د سیمې او نړۍ هغه هېوادونو ته چې په افغانستان یې بندیزونه لګولي، د افغانستان لپاره توطیې جوړوي او نه پرېږدي چې دغه هېواد مخکې لاړ شي وایم، راشي میدان ته د افغانستان خلک له ځان څخه مه لرې کوئ، که امریکا ده، اروپا ده او که نور هېوادونه دي دوی باید له افغانستان سره خپل مفکوره چې شل کاله وړاندې یې درلوده بدله کړي.”

ښاغلی مجاهد دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ له نهه میاشتو زیاته موده تېرېږي خو تر اوسه یو هېواد هم په رسمیت نه دي پېژندلي.

نړیوال له طالبانو غواړي، چې ټولګډونه حکومت رامنځه، بشري حقونه او په ځانګړي ډول د ښځو حقونو مراعات او له ترهګرو ډلو سره خپل اړیکې پرې کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.