د بښنې نړیوال سازمان ویلي چې د کابل پوهنتون له لیلیې څخه د نجونو زدهکړیالانو د شړلو په اړه د رسنیو راپورونه د اندېښنې وړ دي.
څو ورځې وړاندې د کابل پوهنتون مسوولانو له دغه پوهنتون او لیلیې څخه یې یوشمېر نجونې زدهکړیالانې وشړلې.
د بښنې نړیوال سازمان پرون چهارشنبه د تلې ۲۷مه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، په یوه داسې چاپېریال کې چې ښځې له بېلابېلو بندیزونو سره مخ دي، له کابل پوهنتون او لیلیې څخه د نجونو زدهکړیالانو شړل د اندېښنې وړ خبره ده. دغه سازمان زیاته کړه چې ښځې باید په خپلواکه توګه زدهکړو ته لاسرسی ولري.
په ورته مهال پرون سهشنبه د تلې ۲۶مه یوشمېر ښځو او نجونو زدهکړیالانو د کابل پوهنتون له لیلیې څخه د دوی د شړلو له امله اعتراض وکړ او له اسلامي امارت یې وغوښتل چې ټولګیو ته د دوی د بېرته ورګرځېدو زمینه برابره کړي.
اعتراض کوونکو همداراز ویلي چې اسلامي امارت له کوم قانوني دلیل پرته نجونې زدهکړیالانې له کابل پوهنتون شړلي دي.
بلخوا دوو اعتراض کوونکو د نوم نه ښودلو په شرط سلاموطندار ته ویلي چې د اسلامي امارت دې کړنې دوی خپلې راتلونکې ته اندېښمنې کړې دي.
یوې اعتراض کوونکې چې د کابل پوهنتون زدهکړیاله ده او څه موده وړاندې په لیلیه کې مسمومه شوې هم وه، وايي، مسوولانو یې تراوسه له پوهنتون او لیلیې څخه د شړلو په اړه کره دلیل نه دی وړاندې کړی.
په همدې حال کې یوه بله زدهکړیاله چې پوهنتون ته د تور حجاب نه اغوستو له امله له پوهنتون شړل شوې، د مسوولانو پر دې پرېکړې نیوکه کوي او غوښتنه کوي چې پر دې پرېکړې دې بیاکتنه وشي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.