عباس ستانکزی وايي: د نسل‌وژنې نارې د بهرني دښمن دسیسه ده

577

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزی وايي، د نسل‌وژنې نارې د بهرني دښمن دسیسه ده او غواړي د افغانانو ترمنځ اختلافاتو ته لمن ووهي او خپلې موخې ترلاسه کړي.

نوموړي دغه څرګندونې نن پنجشبه د تلې ۲۱مه کابل کې د میلاد النبي ورځې په نمانځغونډه کې وکړې.

شېرمحمد عباس ستانکزي کابل کې پر کاج ښوونیز مرکز برید ته په اشارې سره وویل چې د افغانانو دښمن یو دی او هېواد کې یې پر هر قوم بریدونه کړي دي.

نوموړي پر افغانانو غږ وکړ چې له بې اتفاقۍ لاس واخلي او خپل یووالي وساتي.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال یو ځل بیا ټينګار وکړ چې له افغانستانه به هېڅ‌کله بل هېواد ته ګواښ پېښ نه‌شي او له نورو هېوادونو یې هم د ورته اقدام غوښتنه وکړه.

عباس ستانکزي له ایران او پاکستان هم وغوښتل چې دغو هېوادونو کې مېشت افغان کډوالو سره ښه چلن وکړي او اسانتیاوې ورته برابرې کړي.

هغه پر بهرنیو هېوادونو غږ وکړ چې د افغانستان په کورنیو چارو کې دې له لاسوهنې ډډه وکړي او په وینا یې، افغانان د خپلې خوښې حکومت جوړېدو ته پرېږدي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.