د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي نن د کابل لپاره د نوي والي د پېژندنې په غونډه کې یو ځل بیا هېواد کې ټولو ته په مساوي توګه د زدهکړو پر برابرولو ټينګار وکړ.
شېرمحمد عباس ستانکزي وویل چې زدهکړې د ملت حق دی او دروازې یې باید پرانېستل شي. نوموړي د تېر په څېر یو ځل بیا په ټینګار سره وویل چې هېوادونه په علم پرمختګ کوي او اړتیا ده چې هېواد کې د زدهکړو زمینه برابره شي.
له هغه وخت راهیسې چې اسلامي امارت بیا واک ترلاسه کړی، هېواد کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړل شوي او نجونې زدهکوونکې له زدهکړو محرومې دي.
که څه هم د پوهنې وزارت او د سرپرست حکومت یوشمېر لوړپوړو چارواکو په وار وار هېواد کې د نجونو ښوونځیو د بېرته پرانېستلو په اړه ډاډ ورکړی، خو تراوسه دغه کار نه دی شوی.
په ورته مهال د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال همداراز دې غونډه کې ټينګار وکړ چې کار باید اهل کار ته وسپارل شي، څو هېواد له روانو ستونزو او ناخوالو راووځي.
نوموړي د سرپرست حکومت پر مسوولانو هم غږ وکړ چې خپلې دندې په سمه توګه ترسره کړي او په وینا یې، ولس سره دې نږدې پاتې شي.
—————————————————————————————————–
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.