زمانه د انسانانو څیرې بدلوي

محمد اغا الهام

476

انسان: زمانې!  ډېرې نا اشنا نخرې کوې. په هر پړاو کې د انسانانو څېرې او اصیلت اړوې. له اشنا څخه نا اشنا جوړوې. کله موږ انسانان په لوړو مقامونو نازوې مګر نږدې دوستان او ملګري مو را څخه د فراموشۍ په کندو کې اچوې.

کله مو بیا بیرته له مقام، شأن او شوکته لرې کوې. دا هم لوی ظلم او بې‌انصافي ده، ځکه هلته دې له دوستانو او ملګرو جدا کړو او بیا دې د اسمان بڼکه کړو. چې نه دې دوستان راته پرېښودل او نه پخوانۍ اړیکې.

بس ډېره نا ځوانه او بې‌انصافه یې!

زمانه:

انسانه! زه هېڅ‌کله هم د انسان او بني‌ادم دښمنه نه یم. زه انسانانو ته قدر، اعزاز، شان او شوکت ورکوم. په ښکلو بهارونو یې نازوم. په څلورو فصلونو یې ګرځوم. د دنیا ښۀ او بد، ګرمي او یخني، خزان او بهار سره یې اشنا کوم.

لومړي سر کې ورته ډېر سپېڅلي دوستان هدیه کوم. په مقام، څوکۍ، پراخۍ، شان او شوکت یې ډېر قدر او عزت کوم. په څلورو فصلونو یې ګرځوم را ګرځوم، د بهار له ښکلاګانو، د اوړي له ګرمۍ، د مني له رژېدلي ګلانو او د ژمي له سپینو جامو( واورې) یې خبروم.

ای مغروره او بې‌انصافه انسانه! پوهېږې دا کار د څه لپاره کوم!؟

هو!  دا کار د دې لپاره کوم، چې هر څه یو معیاد او ټاکلی وخت لري. نو زما له دې کار څخه هم هدف دا دی، چې مقام، څوکۍ، شان او شوکت، ټول مؤقتي او تلونکي دي؛ نو غَره کېږه مه!

ستا د بدو ورځو یاران ته په خپله له ذهنه غورځوې. نو د دوه ورځنۍ څوکۍ لپاره ملګري د فراموشۍ په کنده کې مه‌اچوه. ځکه د اسمان بڼکه به‌شې!

سپک او ذلیل به شې!

یوازې به پاتې شې!

ای بې‌خبره انسانه! اوس پوه شوې!؟

د بهار په سینګار شوي طبعیت، غَره نه‌شې. ځکه خزان هم، راتلونکی دی.

انسان: څنګه کولای شو د یو بل قدر خپل او زه له تا او ته له ما ګېلې او مانې ونکړې؟

زمانه:

هر څه چې رنګ بدل کړي، کیدای شي ښکلی شي؛ خو که انسان رنګ بدل کړي؛ نو ذلیل کېږي.

بس د خپل ځان پر پېژندنه فکر وکړه، زه دې په خپله ملګرې کېږم.

ــــــــــــــــ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.