سیاسي جوړښتونه پیل او پای

ادریس ماموندزی

1,246
کله مو په دې غور کړیدی چې ولې سياسي خوزښتونه په سر کې ډیر مخلص، ګړندي او ژوندي وي او بیا وروسته ورو ورو د مسیره ښویږي؟ ډیر علتونه لري خو ارثي سیاست یې د ټولو نه لوې عامل دی.
ډیر کم سیاسي رهبران داسي وي چې د اولاد تربیه یې په بشپړه توګه کړي وي. د هغو سره وخت کله پیدا کیږي؟ د سهار نه واخله تر شپې ناوخته پورې غونډې ، مشورې ملاقاتونه او سفرونه وي. پردي اولادونه تربیه کول غواړي خو خپل ترې همداسې بې تربیه پاتې شي. بیا دغه ځوانان چې د پلار د مشن نه پوره خبر نه وي او نه هم ځان خبرول غواړي، په ناز او نعمت کې راستر شي. په تنکۍ ځوانۍ کې ورته د موټر او محافظ سهولت په لاس ورشي. پدغه عمر کې دا پروتوکول د دغه تنکي ځوان فکر بیخي هوایي کړي. په مکتب او پوهنتون کې هم ورته استاذان او شاګردان ځانګړی اهمیت ورکوي. هغه که په کومو ګوندي یا دیني غونډو کې کیني هم نو مقصد یې یوازې دا وي چې وګوري چې دا خلک څومره زما پلار ته احترام ، اخلاص او عقيدت لري. پدغه غونډو کې څه ویل کیږي او غوښتل کیږي دا ورته هیڅ اهمیت نه لري.
کله چې دغه پلار مړ شي نو ددغه زوې مقصد د پلار مشن پر مخ وړل نه وي بلکې د پلار د رتبې نه د ځان لپاره استفاده کول وي. هغه ته یو شی مهم وي او هغه د اقتدار، د ټیټ پاس او د مادياتو تسلسل دی.
دمخکیني جهادي او اوسنیو جهادي ګوندونو قیادت دغو نازبینو زلمو په لاس کې نیولی دی. دوي د ځانه پرته نه وطن پیژني او نه دين. هر یو به دا دین او وطن د خپلو ګټو لپاره داسې خرڅ کړي لکه شنډه غوا. د دوۍ تر منځ اختلاف پدې نه دی چې ګنې یو غل او بل فرښته ده بلکې د مفادو په ویش دی‌.
یاد یې ساتئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.