ښه کمپاین به دا وي چې ووایو #StopAfghanGenocide

ادریس ماموندزی

543
هر هغه څوک چې په هزاره ورونو خویندو باندې د‌ داعشییانو اوسنۍ حملې د پښتنو حملې ګڼي هغوئ د افغانستان اصل دښمنان دي. په لمړي سر کې د هزارګانو تښتېدلي مشران ددغه مرګونو عاملین دي. ځکه چې همدوې وو چې دغه مظلوم هزاره ورونه یې په عراق او سوریې کې د داعش سره د فاطمي لښکر په نوم جنګ ته ولیږل او د ایران او بشار د حکومتونو نه یې خپل بانکي حسابونه د ډالرو نه ډک کړل. باید په نظر کې ولرو چې داعش افغانستان د خپل لوې خلافت یو ولایت ګڼي او د خپل عمومي خلیفه بیعت او اطاعت فرض بولي.
په دویم سر کې اوسني چارواکي مسول دي چې حتی په کابل کې هم د خپلو هیوادوالو امنیت نشي تامینولای.
که پخوا پاچاهانو هزاره زورولي دي نو هغوۍ پښتانه هم زورلي دي او حتی که خپلې پاچاهۍ ته یې د خپل ورور نه خطر محسوس کړیدی ، هم یې نه دې پریښي.
هزاره ، ازبک، ترکمن تاجک او پښتون د افغانستان د بدن غړي دي. په هر غړي چې درد وي ټول بدن پرې زوريږي.
په افغانستان کې د یو ځانګړي ملت جینوسایډ نه دی روان بلکې د تیرو څلویښتو کلونو راهیسی د افغانانو جینوسایډ روان دی او پدغه جینوسایډ کې دروند تاوان د هر چانه زیات پښتنو ته رسیدلی دی او لا رسیږي.
نو ښه کمپاین به دا وي چې ووایو
دغه راز به ټول په امن کې شو. که نه، نو دښمن به مو لمړی وویشي او بیا به مو یو یو وژني.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.