د اویغوریانو د وحشیانه زورونو په هکله نوي شواهد

514

په چين کي د لاگرونو عکسونه، محرمانه دستورالعملونه او نور اسناد، د چین په شمال لویدیځ سین کیانگ کي، د په سلونو زرو اویغوریانو نیول کیدل په گوته کوي. نړیوالو رسنیو دغه اسناد ارزیابي کړي.

China Xinjiang | mutmaßliches Internierungslager für Uiguren

دغه اسناد د چین په شمال لویدیځ سین کیانگ د دولتی زده کړو په قرارگاوو کي د تر اوسه په لاس راغلو شواهدو یوه برخه ده. دغه اسناد د بې شمېره کسانو ډله ایزه نیوني او پراخي زوروني ښيي.

د سین کیانگ د پولیسو په فایلونو “Xingjiang Police Files” کي چي د نړیوالو رسنیو اتحادیې یې په اړه اوس رپوټ ورکوي، د ۳۰۰ زرو په شاوخوا کي چینایانو په هکله معلومات ثبت دي چي زیاتره یې د اویغور مسلمانان دي.

په لاس راغلي عکسونه، ویناوي او د چارواکو سپارښتني دا ثابتوي چي په دغو قرارگاوو کي لکه څنگه چي د چین حکومت یې »د مسلکي زده کړو مرکزونه« بولي، هغسي نه دي، بلکي د ټولي نړۍ د رسنیو د ۱۴ مرکزونو ژورنالیستانو دا ثابته کړې ده چي هغه تر سخت امنیتي تدابیرو لاندي لاگر وو. په دغه پلټنه کي د آلمان د بایرن رسنۍ او د »شپیگل« مجلې برخه اخیستې وه.

په عام محضر کي خپاره سوي عکسونه امنیتي ځواکونه له برقي وسلو سره ښيي. په نورو عکسونو کي بیا دا ښکاره کیږي چي څنگه وسله وال کسان چی د لرگیو ډنډې یې په لاس کي دي، یو بندي کس چي په لاسونو او پښو کي یې زولنې دي، انتقالوي.

د هغه پرسر یوه توره کڅوړه اچول سوې او پر داسي یوې مخصوصي چوکۍ ناست دی چي د بشري حقونو د فعالانو په حواله د چین په بندیخانو کي د زندانیانو د شکنجو له پاره کارول کیږي.

په دغو اسنادو کي په ۲۰۱۷م کال کي د سین کیانگ د سیمي د پخواني گوند د مشر د وینا یوه برخه هم راغلې ده چي په هغې کي راغلي: هر هغه بندي کس چي حتی کوښښ هم وکړي یو څو گامه مخکي لا ځان لیري کړي، باید وویشتل سي.

د بندیګرت سخته سزا

د ډیرو کسانو د بندي کولو له پاره چارواکو دلایل پیدا کړي. د مثال په توګه، یوه سړي له خپلي مور سره په ګډه د مذهبي مالیاتو په هکله، یو ساعته صوتي فایل اوریدلی دی. هغوی د یوه ترهګري اقدام په تور په ۲۰ کاله بند محکوم سوي.

د مذهبي تورو د زده کړو له امله بیا یوه بل کس ۳۴ کاله وروسته د ترهګرۍ د فعالیتنونو په تور لس کاله زندان ته اچول سوی. که کوم چا په سپورتي کلپ کي ۱۵ ورځي تمرین کړی وي، امنیتي چارواکي یې د یوه ترهگري فعالیت په تور ۱۲ کاله زندان ته اچوي.

د سین کیانګ فایل، د یوې نامعلومي سرچینې له خوا، آلماني انسان پوه،  آدریان څینڅ ته واورول سو. د نوموړي کارپوه په حواله دغه شواهد د سین کیانگ دسیمي، لي او کاشگر ناحیو د عامه امنیت له پاره ادارو په کمپیوتري سیستم پوري اړه لري. د هغه سرچینه چي د امنیتي دلایلو له امله یې نوم نه اخیستل کیږي، په دغه سیستم کي هک سوې او وروسته هغه ته راجع سوې ده. د څینڅ په حواله نوموړي ارقام هغه ته پرته له کوم شرطه په اختیار کي ورکول سوي او د هغه په مقابل کي هیڅ ډول پیسې نه دي غوښتل سوي. آلمانانو دغه اسناد نورو رسنیو ته ورکړي دي.

MERICS-Expert Adrian Zenz

آدریان څینڅ، کارپوه

څنڅ په تیرو وختو کي په سین کیانگ کي د دغه لاگر د سیستم په رسواکولو کي برخه اخیستې وه. د چین د دغه کارپوه په حواله دغه تصویري اسناد بې ساري او د چین د دولت له خوا د هغه پروپاگند پرضد دي چي گواکي نوموړي مرکزونه عادي تعلیمي مکتبونه وه.

د چین حکومت تراوسه، د دغو عکسونو او اسنادو په هکله دقیقي پوښتني، بې جوابه پرې ایښي دي. په واشنگټن کي د چین سفیر په دې هکله هراړخیزو پوښتنو ته جواب ور نه کړ، بلکي په مشابه ډول یې څرگنده کړه چي په سین کیانگ کي نوموړي تدابیر د ترهگري هڅو پرضد وه او نه د بشري حقونو او یا هم کوم مذهب په وړاندي.

د نوموړي صوتي فایل رسوا کیدل، چین ته د ملگرو ملتونو د بشري حقونو د کمیسیاري، میشیل باچیلیت له سفر سره یوځای رامنځته سول. باچیلیت به د سه شنبې او چهارشنبې په ورځ په سین کیانگ کي د اورومقي او کاشگار له سیمو څخه لیدنه وکړي.

د چين پر حکومت باندي پخوا لا د دې تور لګول کید چي په نوموړې سیمه کې یې څه د پاسه یو میلیون اویغوریان او نور مسلمان اقلیتونه په دغه ډول لاگرونو کي اچولي دي.

علاوه پر دې د هغوی کلتوري شتمنۍ له خاورو سره برابري کړای سوي دي. ټوله سیمه ترسخت نظارت لاندي ده. امریکا متحده ایالات له نسل وژني څخه خبره کوي. هغوی په دې هکله هم شک څرگندوي چي باچیلیت به یو لاس نه وهلی تصویر له نوموړي سیمي څخه تر لاسه کړي. چین دغه ډول تورونه په کلکه ردوي.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.