(نوحه)

ممتاز اورکزے

511
مـــــــــــاتميان يوو د پــــرديو ماتمونو
مــــونږ نوحې وايو د نورو په وېرونو
لښکريـان يوو د شاباش په اعزازونو
خــس خـشاک يوو د اغيار د سنګرونو
دښـــــمنان يوو د منطق او دليلونو
غــــــــورځېدلي يوو له جګو ګړنګونو
که خدای عقل د باران غوندې راښکې کړي
مونږ به ويړې چهترۍ نيسوو په سرونو
کــــه خـــــدای راولي د عقل سېلابونه
مــــونږ به اوخېژو په لوړو لوړو غرونو
کـــه خدای عقل زمزمه لکه نغمه کړي
مـونږ به ګوتې وي منډلې په غوږونو
کــــه خدای عقل آيينه آيينه ويش کړي
مـــونږ به ترکي وي مښلي په مخونو
که خداے عقل کړي نازل سيپاره وار هم
مــــــــــــونږ به اور پورې کوو په کتابونو
که خـــــدای عقل لکه نمر کړي را دبره
مـــونږ به بيا هم باوري وو په خوبونو
کـه خدای عقل اباسين چپې چپې کړي
مـونږ به تنده کړوو حساب په ثوابونو
کـــــه خدای عقل پيښور پټي پټي کړي
زه به بــــــاد شم د لاهور په درمندونو
که خدای عقل پسرلی هم کړي ممتازه
زه به پورې کـــــــــــړمه اور په ګلشنونو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.