اروپاپي ټولنې له روسیې د تېلو پر واردولو د نسبي بندیز هوکړه وکړه

557

اروپاپي ټولنې له روسیې د تېلو پر واردولو د نسبي بندیز هوکړه وکړه

د اروپايي ټولنې مشران د هغه پلان په هکله هوکړې ته رسېدلي چې له مخې به یې له روسیې د نفتو له دریو، دوې برخې صادرات درول کېږي.

د هنګري له مخالفت وروسته دغه هوکړه د اوس لپاره پر هغو تېلو اغېز نه کوي چې د نل لیکې له لارې له روسیې اروپا ته رسېږي.

د اروپايي شورا مشر چارلس میشل وايي، له دې هوکړې سره د روسیې جنګي ماشین له یوې لویې سرچینې بې برخې شو.

دا پر روسیې د بندیزونو لړۍ شپږمه ټولګه ده، چې د بروکسل غونډه کې پرې ټولو ۲۷ غړو هېوادونو هوکړه وکړه.

ښاغلی میشل وايي، اروپايي ټولنې د همدې بندیزونو لړ کې د روسیې تر ټولو لوی سبیربانک او درې دولتي خپرندویه ادارې هم په لیست کې شامل کړي دي.

د یادونې ده، چې د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو استازو له روسیې د تېلو واردولو پر بندیز اوږد – تود بحث کړی، ځکه هنګري له دې بندیز سره تر ټولو ډېر مخالفت کاوه.

ښاغلي میشل خبریالانو ته وویل له څو اونیو بحثونو وروسته ”په موقت ډول (له بندیز) د هغو تېلو پر مستثنا کولو هوکړه شوې، چې په نل لیکه کې له روسیې اروپايي ټولنې ته راځي. ”

د همدې هوکړې له کبله به اوس د اروپايي ټولنې بندیز یوازې د روسي تېلو هغه صادارات اغېزمنوي چې د سمندر له لارې اروپا ته لېږدول کېږي او له دریو دوې برخې جوړوي.

بل لور د اروپايي کمېسیون مشره اورسولا وندیرلین وايي، عملاً به ژر بندیزونه پراخ شي، ځکه په وینا یې جرمني او پولنډ ژمنه کړې، چې په خپله خوښه د روان کال تر پایه پورې د هغو روسي تېلو واردات بندوي چې د نل لیکې له لارې یې له روسیې ترلاسه کوي.

نوموړې زیاتوي اروپايي کمېسیون به (څومره ژر چې ممکن وي، پر دې استثنا له سره غور وکړي. اروپايي کمېسیون چې د غړو هېوادونو لپاره قوانین چمتو کوي، یوه میاشت مخکې له روسیې د تېلو پر واردولو د بندیز وړاندیز وړاندې کړی و.

خو د هنګري له لوری له دې بندیز سره تر ټولو ډېر مخالفت چې ۶۵ سلنه ګاز د نل لیکې له لارې له روسیې ترلاسه کوي، د دې بندیز منظورۍ کې تر ټولو مهم خنډ و.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.