افغان ماشومان؛ اروپايي ټولنې ۴۰ میلیونه یورو مرسته اعلان کړه

690

اروپايي ټولنې له افغان ماشومانو سره څلوېښت میلیونه یورو مرسته اعلان کړه. د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونسیف په تازه څرګندونو کې ویلي چې اروپایي ټولنې ورسره د افغان ماشومانو د ژغورنې او پالنې په موخه څلوېښت میلیونه یورو مرسته کړې ده.

یاده اداره وايي چې له دې پیسو شاوخوا ۲۵ میلیونه یې افغان ماشومانو ته د پولیو واکسینو پر وېش او ۱۵ میلیونه یورو بیا په افغانستان کې له ماشومانو په ملاتړ لګول کېږي. یونسیف وايي ټاکل شوې چې دوی شاوخوا ۱۰ میلیونه افغان ماشومان واکسین کړي.

دغه ادارې همدا راز په افغانستان کې د ماشومانو پر اوسني وضعیت همد اندېښنه ښوودلې او د لا ډېرو مرستو غوښتنه یې کړې ده. یونسیف وايي چې کډوالۍ او ناوړه اقتصادي وضعیت ماشومان اغېزمن کړي دي او باید لاسنیوی یې وشي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.