حکمتیار: د مخ، لاسونو او پښو پټول د ښځو حـ.جاب کې نه راځي

405

حکمتیار: “د مخ، لاسونو او پښو پټول د ښځو حـ.جاب کې نه راځي”

د افغانستان د حـ.زب اسلامــ.ي مشر ګلبدین حکمتیار ویلي چې ط.. البان دې پر ښځو او نجونو ځانګړې جامې نه تحمیلوي. هغه ویلي “د مخ، لاسونو او پښو پټول د ښځو حـ.جاب کې نه شاملېږي.”

ښاغلي حکمتیار د جمعې د لمانځه خطبه کې ویلي “د ط.. البانو مسوولینو ته سپارښتنه کوو چې مه داسې خاص ډول جامه پر افغانانو – مخصوصآ پر نجونو او ښځو تحمیلوئ چې نه په قران او سنت کې د هغې په اړه صریح نص شته او نه یې د وجوب او تحریم په اړه کوم امر او نهی.”

د حـ.زب اسلامــ.ي مشر وايي چې “فشار او ګواښلو ته اړتیا نشته” او خلک باید قانع کړل شي.”

هغه ټینګار کړی چې که دین په زور پر خلکو مسلط کړل شي، نو خلک به ترې مخ واړوي.

ښاغلي حکمتیار ګاونډي ایران کې تر اسلامــ.ي انقلاب وروسته د حــ.جاب د جبري کېدو سیاست ته په اشارې وویل، “پر ښځو حـ.جاب وتپل شو، بازار کې یې مراعتوي، خو کور کې نه” او همدا راز هوايي ډګر او نورو ځایونو کې چې حـ.جاب جبري نه وي، غورځوي یې.

خو د ط.. البانو د امــ.ری بالــ.معــ.روف وزارت د دوی لخوا وړاندیز شوی حــ.جاب الهی او شرعي حکم بولي.

د دغه وزارت ویاند محمد صادق عاکف ته په یوه منسوب ټویټ کې د ښاغلي حکمتیار دغو څرګندونو ته غبرګون کې تور پورې شوی چې ګواکې د حکمتیار په مشرۍ د حـ.زب اسلامــ.ي غړو به کابل او د پېښور مشتو کمپ کې د هغو نجونو پر مـ.خونو تــ.ـیزاب شیندل، چې مخونه به یې لوڅ وو خو اوس په دې اړه ملاحـ.ظات لري.

هغه دا هم ویلي چې ګوندې ښاغلی حکمتیار په دې اړه د مالومات کمښت سره مخ دی، ځکه دا موضوع له شــ.ریعت لېرې ګڼي.

ښاغلي عاکف له خپل ټویټره دا پوست بېرته ډېلیټ کړی او په دې اړه یې د بي بي سي د پوښتنې په ځواب کې ویلي چې دا د نوموړي شخصي اکونټ دی، نه د وزارت.

نوموړی وايي د ښاغلي حکمتیار په څرګندونو رسمي تبصره نه لري.

د ط.. البانو د امــ.ر بالمـ.ـعـ.روف او نهـ.ی عن المنـ.کر وزارت یوه بل چارواکي هم بي بي سي ته ویلي چې دوی د حـ.زب اسلامـ.ي د مشر د څرګندونو په اړه تبصره نه کوي.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم له سي این این سره مرکه کې ویلي و چې د ط.. البانو لخوا وړاندیز شوې جامې شرعي حـ.جاب نه دي.

هغه د تلویزیونونو ښځینه ویاندویانو ویلي و چې په دې اړه د ط.. البانو امر نه مني.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.