کمکی اتل خلیل ارسلاني د دعوت سره په مرکه کې

مرکه کوونکې: پتانه ژوند

1,947

کمکی اتل خلیل ارسلاني  پر خپل پاکستاني حریف له بریا وروسته د دعوت میډیا ۲۴ سره په مرکه کې:

 ډیر د خوشحالي احساس لرم، خوشحاله یم چې د وطن لپاره مې بریا خپله کړه

د خلیل ارسلاني سره د پتانه’ژوند’ د ورزش له ډګره مرکه

May be an image of 3 people and people standing
خلیل ارسلانی

پتانه ژوند: کمکی ځوان. تاند ورزشکار’خلیل  ارسلاني’ صیب. بریا دی درته مبارک وي زموږ او د دعوت رسنیز مرکز له طرفه. ویاړو په داسي ځوانانو.
که لومړی سر کې راته ووایاست ننۍ لوبه مو څنګه وه او څرنګه مو وکولای شوای په څو رونډونو کې مو خپل پاکستاني سیال ته ماته ورکړۍ ؟
خلیل ارسلاني: مننه خورې: په دریم  روند کی مه خپل حریف مات کړ.

پتانه ژوند: تاسو مخکې له دې نه چې پاکستاني سیال ته ماته ورکړۍ کومو نورو بهرني سیالانو سره مخ شوي وی یا مو ماته ورکړې وه؟

خلیل ارسلاني:نه دا زما اوله لوبه وه.

پتانه ژوند: راتلونکې کې د نورو لوبو اراده لرئ که لرۍ د چاسره او کله؟
خلیل ارسلاني: هو آینده کې به مسابقې لرم خو معلومات نشته چې له چاسره به وي.

پتانه ژوند:mد لوبو لپاره کله بهر ملک ته تللی یاست یا د وطن نه بهر مو په بهرني میدانو کې لوبې کړي؟
خلیل ارسلاني: نه بهر ته نه یم تللی د لوبی له پاره.

پتانه ژوند: کوم کمبربند چې چې په تصویرونو کې ستاسو په اوږه ښکاری چیرته او کله مو اخیستی دا سي نور میډالونه او کمربندونه مو هم اخیستي. یعني نوري کومې لاسته راوړني لری؟
خلیل ارسلانی:ما په افغانستان کې( خورې ) له 30‌ لوبو نه زیاتی کړې دي کمربند’ مدالونه’ کپونه ‘هرڅه لرم.

پتانه ژوند: لوبو او ورزش ته مو څرنګه مخه کړه. استاد مو څوک وو او د چا تشویق وو درسره وو؟
خلیل ارسلاني: دا فری فایت لوبي ته مه په دې مخه کړه چې ښه لوبه ده او د ورور مې’ خیرالله ارسلاني ‘او فامیل تشویق راسره دی.

پتانه ژوند:  که خپل د خوشحالي احساس د وطنوالو سره شریک کړئ څه احساس لرۍ؟
خلیل ارسلاني: ډیر د خوشحالي احساس لرم خوشحاله یم چې د وطن لپاره مې بریا خپله کړه.

پتانه’ژوند: مننه څه پیغام لری نویو ځوانانو ته کوم چې ستاسو په څیر ورزشکاران دي او هغه چې غواړي لوبغاړي شي؟ او  هم خپلو سیالانو ته چې غواړې راتلونکې کې ورسره لوبه ولرۍ څه ویل ورته غواړي ووایې؟ مهرباني:
خلیل ارسلاني: نورو ته مې پیغام دا ده چې  درسونه ووایي تمرین وکړي .
خپلو سیالانو ته مې ویل دا دي چې زه همیشه آماده یم زحمت وباسم کوشش کوم او تاسو ته ماتې درکوم.

May be an image of 13 people, people standing and indoor

May be an image of 3 people, people standing and indoor

May be an image of 4 people, people standing and indoor

May be an image of 4 people, people standing and indoor

May be an image of 3 people and people standing

May be an image of 1 person and standing

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.