د پاکستان اقتصاد؛ پورونه، ستونزې او مُمکنه حللارې
ټوله نړۍ پوهېږي، چې د پاکستان اقتصاد پهدې ورځو کې له خورا وخیم حالت څخه تېرېدونکی دی. پاکستان په تېرو ۳۰ کلونو کې په لسگونو ځلې د پيسو له نړیوال صندوق څخه د پور اخیستو غوښتنه کړېده، چې ۱۶ ځله يې دا غوښتنه منل شوې او له IMF څخه يې پور اخیستی دی. د اقتصادي چارو شنونکي وړاندوینه کوي، چې پاکستان اوسمهال د خپلو مالي اړتیاوو د پوره کولو لپاره په بېړنۍ توگه ۲۸ مېلیارد (۲۸زره مېلیونو ډالرو) ته جدي اړتیا لري.
**********
د پاکستان د پوراخیستنې بهیر ته یوه لنډه کتنه:
په ۱۹۵۸ز کې، پاکستان د لومړي ځل لپاره د پیسو نړیوال صندوق ته د اقتصادي ستونزه لهکبله مراجعه وکړه او په همدې موخه د پیسو نړیوال صندوق (IMF) د ۱۹۵۸ز د ډسمبر په ۸مه نېټه پاکستان ته د ۲۵۰۰۰ ډالرو پور ورکړ. پاکستان په ۱۹۶۵ز کې بیا د پیسو نړیوال صندوق ته لاړ. دا ځل د ۱۹۶۵ز د مارچ په ۱۶مه د پیسو نړیوال صندوق پاکستان ته ۳۷۵۰۰ ډالره پور ورکړ. درې کاله وروسته پاکستان یو ځل بیا د خپلو پورونو د ستونزو د حل لهپاره د پیسو نړیوال صندوق مخته ودرېد او د ۱۹۶۸ز د اکټوبر پر ۱۷مه یې ۷۵ زره ډالر تر گوتو کړل.
په ۱۹۷۱ز کې پاکستان له هند سره په جگړه کې د ختیځ پاکستان نیمه برخه له لاسه ورکړه. دې جگړې پاکستان ته ډېر لوی مالي زیانونه واړول. د همدې مالي زیانونو د جبران په موخه، پاکستان په ۱۹۷۲ کې ۸۴زره ډالر، په ۱۹۷۳ز کې ۷۵زره ډالر او په ۱۹۷۴ز کې ۷۵زره ډالر پوروړي شو. په ۱۹۷۷ز کې ۸۰زره ډالر د بېړني پور په نوم دې هېواد ته ورکړل شول. خو پاکستان د پور اخیستنې روږدی شویوو، درې کاله وروسته يې بیا ۳۴۹زره ډالر پور ترلاسه کړ.
پاکستان د خپلې خپلواکۍ څخه کابو ۲۳ کاله وروسته د دیموکراسۍ له نوي بهیر سره مخ شو، د دیموکراتیکو پروسو د مخته وړلو په بهانه د بېنظیر بهوټو حکومت په ۱۹۸۸ز کې ۱۹۴۴۸۰ ډالر د پور په نوم واخیستل او وروسته يې د زېربناوو د رغوولو په موخه څه باندې ۳۸۲زره ډالر پور بیا تر گوتو کړ.
**********
د پاکستان د پورونو تازه کیسه:
د پاکستان د پور اخیستنې تېر تاریخ ته په لېدو، ویلای شو، چې دا هېواد په پوراخیستنه روږدی شویدی، خو اوسمهال چې پهدې هېواد کې د پورونو د بېرته ورکړې بحث راپورته شویدی، نو په کور دننه سیاسیون يې پړه پر یو بل اچوي، چې دې سیاسي تشنج دا هېواد بیا اړ کړ، د یو پور د خلاصون لهپاره بل پور ترلاسه کړي. اوس نو پاکستان یو ځل بیا د IMF دروازې ته ولاړ دی، تر څو د شته اقتصادي ستونزو د خلاصون په موخه ۲۸مېلیارده ډالر پور ترلاسه کړي، خو که پاکستان بیا د دې او ورسره د تېر پور د ادا کولو توان ونهلري، نو پرته له شکه د دې هېواد اقتصاد د تباهۍ او لهمنځه تلو پر لور روان دی.
تېر صدراعظم عمران خان د دې پور اخیستو سره مخالف وو، خو اوسني نوي حاکمان يې د IMF هر شرط مني، تر څو دغه ۲۸ مېلیارده ډالر نوی پور ترلاسه کړي، د همدې کبله په وروستیو کې د دې هېواد مشرانو په دوحه کې د IMF له مسوولینو سره ولیدل او د هغوی له لوري پر یو لړ توکو (پطرول او ډيزلو) د سبسايډي ختمول وو، چې په یو لېټر کې ۳۰ کلدارې لوړوالی په یو ورځ کې راغی.
جالبه دا ده، چې پاکستان یوازې له IMF نهدی پوروړی، بلکې له چین څخه هم ښه خوندور قرضدار دی، تېره میاشت د پيسو نړیوال صندوق وویل، چې په تاریخ کې دا لومړی ځل دی، چې یو هېواد دې له بل هېواد څخه په دومره لوړه کچه پوروړی اوسي، په راپور کې راغليوو، چې پاکستان له چین څخه ۱۸.۴ مېلیارده ډالر پوروړی دی، چې د پاکستان د ټول خارجي پور ۱ پر ۵مه برخه جوړوي.
**********
له IMF څخه د پاکستان پور او د سود اندازه:
یو ټکي ته مو باید پام وي، چې پاکستان لا وار د مخه د پیسو له نړیوال صندوق څخه ۹۰مېلیارده (۹۰زره مېلیونه) ډالر پوروړی دی، او رښتیا خبره هم دا ده، چې د IMF لهپاره هم سخته ده، چې داسې یو پوروړي ته دې په اسانۍ بیا پور ورکړې، چې تېر ۹۰مېلیارده پور يې لا نهوي ادا کړی، نو د همدې کبله د پیسو نړیوال صندوق IMF دا وار پاکستان ته په نوي پور ورکولو کې د سود نرخ لوړ کړیدی، تېر پورونه يې په ۸.۵٪ سره ورکړيوو، خو دا وار يې ورته ۱۲٪ سود ویلیدی، یانې د تېر سود ۵۰٪ لوړه اندازه. دا ټول هغه څه دي، چې موږ ته په ثبوت رسوي، چې دا هېواد په نږدې راتلونکې کې د اقتصادي ناورین سره مخ کېدونکی دی.
***********
له دا ډول پېښېدونکي اقتصادي ناورین څخه د وتلو حللارې:
والاکه مې پرې پېرزو وي، چې مشوره ورته ولیکو، 😊 خو خیر له گاونډيانو څخه د درس او عبرت اخیستو پهخاطر له لاندې طریقو څخه دا گاوندی کولای شي، چې له راتلونکي اقتصادي ناورین څخه ځان او خپل ولس وژغوري:
لومړی، له نورو پورونو اجتناب: په اقتصاد کې مشهوره مقوله ده، چې د یو سیند ژوروالی هېڅکله په دواړو پښو مه معلوموه، پاکستان لگیا دی د یو پور د خلاصولو لهپاره بل پور اخلي، ډېری د اقتصادي چارو نړیوال شننونکي پهدې اند دي، چې د پاکستان-چین تر منځ د سوداگرۍ او پورونو معامله ډېره گرمه وه، خو داسې ښکاري، چې پهدې معامله کې پاکستان تاوان کړیدی، او چین سره باید نور د پورونو خبرې ونهکړي، ځکه اوسمهال پاکستان له چین څخه ډېر پوروړی دی، بل د امریکا متحده ایالات او د پیسو نړیوال صندوق په هېڅ صورت راضي نهدي، چې پاکستان ته د دې لهپاره پیسې (پور) ورکړي، چې پاکستان يې بیا چین ته ورکړي. نو ښه لاره داده، چې پاکستان باید بېخي د پور اخیستنې له فکر راوگرځول شي.
دوییم، له گاونډیانو سره سوله کول: تاسې به خبر یاست، چې د پاکستان د بودجې ډېره برخه په نظامي-دفاعي برخه مصرفېږي، یانې د تعلیم او روغتیا برخه کې دومره بودجه هر کال نه ځانگړې کېږي، څومره چې په دفاعي برخه کې نظامیانو ته ځانگړې کېږي، دا هېواد که غواړي، چې خپل اوبو اخیستی اقتصاد وژغوري، نو لومړی دې هندوستان سره سوله وکړي. معلومه خبره ده، چې د نظامي برخې بودجه يې د خلکو له ټکسونو جوړه ده، نو چې په راتلونکي کې يې اقتصاد دېوالي نهشي، ښه خبره به دا وي، چې د جگړې ټول تمرکز په سوله وشي، خو لهدې هېواد دا تمه کول، پر ځان ملنډې وهل دي.
درېیم، پر تعلیم پانگهاچوونه کول: څرگنده خبره ده، چې جنگ په غله کېږي او ننگ پر وسله، خو هغه هېوادونه چې وگړي یې له لوږې مري او حکومتونه يې د ولس څخه راویستل شوې پیسې پر بمونو او راکټونو جوړولو لگوي، خورا بد عواقب به ولري. پاکستان ته په داسې یو بحراني حالت کې لازمه ده، چې خپله ټوله پاملرنه د تعلیم او عصري تکنالوژۍ پر پياوړي کولو وکړي، لهدې انکار نهشي کېدای، چې د پاکستان نفوس ته په لیدو بشري قوه یې بېخي ډېره ده او د گاونډي هېواد هندوستان څخه په تجربې اخیستلو سره کولای شي، چې ټولې نړۍ ته د (بشري قوې صادرول) پیل کړي، تاسې وگورئ د نورو هېوادونو صادرات مېوه او غالۍ وي، خو د هندوستان اکثریت صادرات بیا خپل لوستي وگړي نورو هېوادونو ته د کار لهپاره لېږل دي.
څلورم، فساد کمول: پرته له شکه، چې په پرمختلونکیو هېوادونو کې د وروسته پاتيوالي یو ستر لامل اداري فساد وي، خو هغه هېوادونه چې د خارجي پورونو کچه يې ډېره لوړه نهوي، اداري فساد يې اقتصادي سیسټم کمزوری کولای شي، خو فلجولای يې نهشي، خو پاکستان کې کیسه سرچپه ده، قرض په سود راوړل او بیا ترېنه غلا کول، دا هېواد له خورا بد اقتصادي ناورین سره مخکولای شي، د نوی سیاسي حکومت په اړه يې د یوې پراخې کتلې نظر دا دی، چې غله يې اقتدار ته رسېدلي دي او د وطن برخلیک یې خورا بد برېښي، په هر حال سیاسي حالت سره يې زموږ کار نهشته، خو د اداري فساد کمول يې ورسره د پېښېدونکي اقتصادي ناورین څخه په وتلو کې مرسته کولای شي.
پنځم، مالیه ورکوونکي هڅوول: د سترو کمپنیو څښتنان باید د بېلابېلو پروگرامونو له لارې وهڅوول شي، چې منظمه مالیه ورکړي، یا ورته داسې پروگرامونه پر لار واچول شي، چې مالیه پرې معاف شي، خو موثریت يې باید پرته له ماليې هېواد ته خورا گټور وي، فرضاً کمپنیو ته وویل شي، چې د راتلونکیو پنځه کالونو لهپاره درباندې مالیه پهدې شرط معاف ده، چې هر کال له ۱۰۰زره کارمندان جذب کړي.
یادښت: د افغانستان اقتصاد تر ډېره د گاونډیو هېوادونو پر اقتصاد متکي دی، په گاونډیو هېوادونو کې هر ډول سیاسي-اقتصادي وضعیت زموږ پر بېوزله هېواد اغېز شېندلی شي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.