وينه( Blood)

786

وينه( Blood)
1-وينه څه شي دي؟
2-وينه څه اهميت لري؟
3-وينه کوم خصوصيات لري؟
4-وينه له څو برخو څخه جوړه شوې؟
دغه ټولې پوښتنې په همدې موضوع کې مطالعه کولای او ځوابولای شئ

_وينه(blood):وينه يو منضم نسج (Connective tissue)ده چې په مایع شکل قرار لري او معمولا د وينې په رګونو او زړه کې د دوران په حالت کې وي

د وينې اهمیت( blood importance)
1—وينه د ژوند مايع ده( blood is fluid of life) ځکه چې انسان دژوند کولو لپاره اکسيجن ته ضرورت لري نو همدا وينه ده چې د انسان د بدن هري برخي ته د اکسيجن رسولو دنده په غاړه لري
2—وينه د ودې مایع ده( blood is fluid of growth) د انسان بدن په خپله اندازه د ودې کولو لپاره انرژۍ ته ضرورت لري نو همدا وينه ده چې د انسان بدن لپاره انرژۍ جوړوي او د بدن هري برخي ته يي رسوي
3—وينه د صحت مايع ده( blood is fluid of health)ځکه چې همدا وينه ده چې د انسان بدن د ناروغيو په وړاندې محافظه کوي او همدارنګه همدا وينه ده چې د انسان په بدن کې فاضله او غیري ضروري مواد ترلاسه کوي او اطراحي غړو ته يي رسوي ترڅو د بدن څخه ووځي

د وينې خصوصيات( properties of blood)
_رنگ (color):وینه سور رنګ لري
شرياني وينه اتشي سور رنګ یا پوخ سور رنګ( scarlet red)لري ځکه چې په زياته اندازه اکسيجن لري
_وريدي وينه ارغواني سور(purple red)رنګ لري ځکه چې په زياته اندازه کاربن ډاي اکسايډ لري
_د وينې پې ايچ( Blood ph)
وينه قلویPhلري
شرياني وينېPh=7.40
د وريدې وينېPh=7.36
_لزوجيت يا غلظت( viscosity)
وينه د اوبو څخه پنځه ځله زياته ټينګه ده او اساسي علت یې د وينې د سرو حجرو او د پلازما د پروټينونو موجوديت دي
_حجم( volume)
د وينې اوسط حجم په يو کاهل کې پنځه ليتره(5Liters)په نوي زيږيدلي ماشوم کې450mlاوپه ښځو کې څلور نيم ليتره(4.5Liters)ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.