د لندن اکانومسټ مجلې یو رپوټ له مخې طالبان د مالیې په ټولو کې د تجربې له مخې ښه حکومتوالی کولی شي

583

د لندن اکانومسټ مجلې یو رپوټ وايي

د ط.. البانو حکومت مالي مدیریت ”له هغه څه ډېر غوره دی، چې ډېرو یې تمه کوله.” دغه مجله په یوه رپوټ کې د نړیوال بانک د معلوماتو له مخې وايي، اټکل دی چې ط.. البان به روان کال د ګمرکونو، خدماتي تعرفو له لارې یو اعشاریه اووه میلیارده ډالره داخلي عواید ټول کړي، چې د مخکیني حکومت ۲۰۲۰ کال دوه اعشاریه درې میلیاردو ډالرو داخلي عوایدو له څلورو، دریمې برخې ته رسېږي.

د اکانومسټ رپوټ کې ویل شوي، د پیسو ټولولو کې د ط.. البانو د بریالیتوب یو لامل دا دی چې دوی ”د مالیاتو په ټولولو کې اوږده تجربه لري او په تېرو دوو لسیزو کې یې تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې د جګړه ییزې ډلې په حیث له کروندګرو د عشر او ذکات او مذهبي صدقاتو په نامه ونډه اخیستې.”

دویم لامل د مالي مدیریت برخه کې د افغانستان د مخکیني حکومت له پېچلو سوفټویرونو د ط.. البانو ګټه اخیستنه او دغه راز  د  ”اختلاس” له منځه وړل بلل شوي، چې مخکینی حکومت ته یو لویه ننګونه وه.

دا په داسې حال کې ده، چې د نړیوالو اقتصادي مرکزونو د رپوټونو له مخې په افغانستان کې د ط.. البانو له واکمنېدو وروسته د دې هېواد اقتصاد نژدې څلوېښت سلنه کوچنی شوی چې اغېز یې د هېواد پر نوې سلنه نفوس لیدل کېږي.

ګڼ شمېر افغانان وايي، د هغو مالیو ورکولو توان نه لري، چې ط.. البانو حکومت پرې وضع کړې دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.