دوینې کموالی ، مېرمنې ولې پرې ډېر اخته کیږي

740

دوینې کموالی ، مېرمنې ولې پرې ډېر اخته کیږي ؟

 د وینې کموالی په ښځینه وو کې یوه عامه ناروغي ده . د څېړنو له مخې د نړۍ تر ۳۰ سلنې پورې خلک له د مختلفو ناروغیو او نورو لاملونو پر بنسټ له دې ستونزې سره لاس و ګرېوان دي . د وینې د کموالي یو لوی دلیل د ناروغو کسانو په وجود کې د اوسپنې کمښت دی . دا چې د وینې کموالی ولې رامنځته کیږي او ښځې ولې ورسره ډېر مخ کیږي ، په دې مطلب کې ورته کتنه کوو .

 کوم خلک ډېر په دې ستونزه اخته کیږي ؟

 د وینې کموالی یوه عامه ستونزه ده . هم نارینه هم ښځینه او هم د مختلفو عمرونو خاوندان له دې ستونزې سره مخ کیږي . دا ستونزه په خاص ډول ښځو ته زیاته پیدا کیږي . هغه نجونې چې له ۱۵ تر ۴۹ کلونو پورې عمر لري ، په مختلفو دلایلو زیاته وینه ضایع کوي . د دوی د وینه ضایع کیدو ټولو نه لوی دلیل د دوی میاشتینۍ ناروغۍ ده . دوی که په وخت سره خپله درملنه وکړي ، زر ښه کیږي ، خو که ځنډ شي د وخت له تېریدو سره یې درملنه ستونزمنیږي .*

 ولې ښځې د وینې له کموالي زیات ځوریږي ؟

 ښځې په عام ډول له میاشتینیو ناروغیو پرته هم له ماشومتوبه د وینې له کموالي ځوریږي . د څېړنو له مخې د نړۍ پینځمه برخه ښځینه له ماشومتوبه په دې ستونزه اخته دي . ښځې د وینې د زیات مصرف له کبله زیاتو اوسپنه لرونکو خوړو ته اړتیا لري . له دې کبله ضرور ده ، چې د دوی خوراکي رژیم ډېر اوسپنه لرونکي خواړه ولري .

 نارینه ولې د وینې په کموالي اخته کیږي ؟

 په نارینه وو کې د وینې د کموالي لوی دلیل د دوی په غذایي رژیم کې د اوسپنه لرونکو خوړو کمښت دی . پر اوسپنې سربېره د ویټامین بي او ویټامین آی کموالی ، د کولمو ناروغي ، التهابي ناروغۍ ، ملاریا ، پر وجود ټپونه او وینه بهونکې ناروغۍ هم د وینې د کموالي لاملونه دي .

 د وینې کموالی د سرطان سبب کیږي ؟

 د وینې د کموالي ځینې ناروغان فکر کوي ، چې نه درملنه به یې دوی په سرطان اخته کړي . خو دا وېره پر ځای نه ده . البته که دوی د سرطان او د وینې د کموالي ناروغیو نور مشترک خصوصیات ولري ، هغه جلا خبره ده .

 څه باید وکړو ؟

 د وینې کموالی په مختلفو ډولونو حلیږي . په دې برخه کې هم درملنه ضرور ده او هم د هغو خوړو زیات استعمال چې د وینې د زیاتیدو سبب کیږي . پر یوه لوري زیاته تکیه مه کوئ . هڅه وکړئ چې هم درمل او هم ضروري خوراکي توکي وکاروئ . په کورنیو کې ښځینه وو ته اوسپنه لرونکي خواړه باید ډېر ورکړل شي . دوی ته باید په ځانګړي ډول د دغو ناروغیو د لاملونو او حل لارو په اړه خاص پوهاوی ورکړل شي .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.