رېل پټلۍ اداره: یوه اوونۍ کې ۶۵ زره ټنه انتقالات ترسره شوي

600

 افغان حکومت وايي یوه اونۍ کې د رېل پټلۍ له لارې ۶۵ زره ټنه انتقالات ترسره شوي دي. د افغانستان د اوسپینې پټلۍ ادارې په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې په تېره شاوخوا یوه اونۍ کې د بېلو پټلیو په مرسته د افغان سوداګرو شاوخوا ۶۵ زره او ۴۰۷ ټنه انتقالات ترسره شوي دي.

په دې انتقالاتو کې صادرات او واردات دواړه شامل دي. یادې ادارې ویلي چې دا انتقالات تر ډېره د آقینې، تورغنډۍ او حیرتان پټلیو په مرسته ترسره شوي دي. په دې انتقالاتو کې نفتي توکي، خوراکي توکي او نور اړین مواد شامل دي.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې مسوولینو همدا راز ویلي چې په انتقالاتو کې لا ډېرې اسانتیاوې رامنځ ته کوي او هڅه کوي افغان او نړیوال سوداګر وکړی شي چې په ډاډه فضا کې خپله سوداګري ترسره کړي. دوی همدا راز زیاته کړې چې د وسپنې پټلۍ اداره د مسلکي کارکوونکو په روزنه او پالنه بوخته ده چې ورسره به د دوی چارې لا ګړندۍ او اغېزناکې شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.