د جاغور ناروغي

1,416

جاغوریوه خطرناکه ناروغۍ ده، په هغو خلکو کې يې د را منځ ته کیدو امکان ډیر دی چي په غرنيو سېمو کې اوسېږې. او د راپيدا کېدو سترلامل يې په اوبو او مالګه کې دآيودين دمادې نه موجودیت او کموالی په ګوته شوی دی.

روغتيا پوهان وايي که چیرته د دې ناروغۍ درملنه ونشي،دبدن نورې برخې هم تر خپل تاثېر لاندي راولي، اودځينوناروغیو تر څنګ دزړه دناروغۍ دپيداکیدوسترلامل هم ګرځې.

دانسان په بدن کې ځينې ځينې داسې غدې شتون لري چې ځانګړې مواد جوړوې دغه مواد د هارمون په نوم یادېږي.

په بدن کې داغدې هره یوه په خپل وارسره خپلې ځانګړې او مهمې دندي سرته رسوې چې د بدن دمېتابولیزم په منظموالې او کنترول کې رول لري

ددې غدواتو له ډلې یوه هم د تایراید غده ده، چې د حنجرې لاندي د ستونې په برخه کې موقعیت لري .

که چیرته دتايرايد غده چې رقيه غده هم ورته وايې په سمه توګه خپله دنده سرته ونه رسوې په بدن کې د یولړ ناروغيو درامنځ ته کیدلو سبب ګرځې ددې ناروغیوله ډلې یوه هم د جاغورناروغې ده .

جاغور د نوموړې غدې فوق العاده غټ والې ته واېي چې دايوډین له کموالې څخه منځ ته راځې.

یاده غده دوه ډوله هورمونونه افرازوي چې د T3اوT4په نومونو

یاديږي،دجوړېدو لپاره يې ایوډین یوه مهمه ماده ده .روغتيا پوهان وايې ددې هورمونو د جوړېدولپاره په کال کې پنځوس ګرامه ایوډین ته اړتیا ليدله کیږې .

ددې هورمونونوبشپړنومونه تایروسېن، او تایروګلوبولېن دي، دنده يې د وجود د ميتابوليزم کنترول دي، که يې افرازکم او یا له ټاکلې اندازي زیات شي به وجود کې دجاغورپه ګډون دیو لړ ناروغېو د رامنځ ته کیدو سبب ګرځې .

دچاغور په را پيدا کیدو سره د تایراید غدې غټوالی له خپل نارمل حالت څخه له لسو تر شل چنده پورې غټیږې، لامل يې ددې غدې دیادوهورمونونو د جوړدېدو لپاره په کافې ډول د ایوډین دمقدار نشتوالی او یا کموالی دی .

په دې حالت کې دتایراید غدي ددواړو هورمونونو دجوړېدو لپاره په پوره ډول دايوډین مقدار موجود نه وې تر څو له تایرو سېن سره یوځای شې ، تایروګلوبولین په سریع ډول جوړيږې.

دستونې پړسوب قبضيت، ساه لنډي، بې حوصله ګۍ، دزړه دټکانو زیاتولی اوپه مېرمنوکې دمياشتني عادت بې نظمي دجاغور له نښې نېښانې دي .

همدارنګه په دې ناروغۍ اخته کس له تودوخې او يخنۍ سره حساسيت پيداکوې او بې اشتهايې هم ورته پیدا کیږې .

داټولې نښي يې په پيل کې د دستونې د پاړسوب په راپیدا کیدوسره را څرګندېږې.

داناروغۍ د ځینو نورو هیوادونو په ګډون په افغانستان کي هم شتون لري.

په افغانستان کې يې نښې د هیواد د سبزه ولایت ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې ثبت شوې دي.

په کار ده چې له دې ناروغۍ څخه د ساتلو په موخه مخکې له مخکي لاري چاري وسنجولې شي، که يې په لومړي سر کې تداوې ونه شې نو بیا يې په تداوي کي د جراحې عملیاتو ته اړتیا پیدا کیږي .

له دې ناروغۍ څخه دځان ساتلو په موخه او هغه کسان چې په دې ناروغۍ اخته دې په کار ده چې په خوړو او او بو کې په کافې اندازه ايوډین واخلې

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.