پاکستان کې اقتصادي کړکېچ؛حکومت له خلکو غوښتي چې چای کم وڅښي

646

پاکستان کې اقتصادي کړکېچ؛حکومت له خلکو غوښتي چې چای کم وڅښي.

پاکستان کې له خلکو غوښتل شوي چې له خراب اقتصاد سره مرستې لپاره د چای څښلو اندازه راکمه کړي.‌

د پاکستان کابینه کې ارشد وزیر احسان اقبال ویلي د کم چای څښل پر دغه هېواد د وارداتو لوړ لګښت راکمولو کې مرسته کولی شي.

پاکستان د بهرنیو اسعارو د زېرمو جدي کمښت سره مخ دی او په اوسنيو ذخایر یې یوازې تر دوو میاشتو کمې مودې لپاره ټول اړتیا وړ واردات شوني دي.‌

پاکستان د نړۍ په کچه د چای تر ټولو ستر واردونکی دی او تېر کال یې له ۶۰۰ میلیونو ډېر ډالر د چایو په وارداتو لګولي دي.

د ځايي رسنیو د رپوټونو له مخې ښاغلي اقبال ویلي “له ولس غواړم چې د چای مصرف د ورځې یو دوه پیالې راکم کړي،‌ ځکه موږ چای په پور واردوو.”

هغه همدا راز وړاندیز کړی چې هټیوال او کاروباریان د برېښنا د سپما لپاره کولی شي چې پلورنځي د شپې پر لس نیمو بجو وتړي.‌

دا غوښتنې داسې مهال کېږي چې د پاکستان د بهرنیو اسعارو زېرمې په چټکۍ د کمېدو په حال کې دي.

دې اقتصادي ربړې پر حکومت فشار ډېر کړی چې هېواد کې د پېسو پاتې کېدو او د وارداتو لوړ لګښت کمولو لپاره لارې چارې ولټوي.‌

پاکستان کې پر خواله رسنیو د کم چای څښلو په وړاندیز تاوده بحثونه روان دي، او ډېر دا پوښتنه رامخته کوي چې د کم چای څښتل دغه هېواد سره له ورپېښو مالي ستونزو وتلو کې څومره مرسته کولی شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.