ولې ځینې مسلمانان د سکاټلنډۍ ښځې د قبر زیارت کوي؟

615

ارین کاکس

بي بي سي سکاټلنډ

اسکات
د عکس تشریح،د زینب قبر او ورته راټول شوي زیارت کوونکي

د بریتانیا په سکاټلنډ کې ګڼ شمېر نوي مسلمان شوي بریتانوي وګړي، هلته د یوې مسلمانې ښځې د قبر زیارته ځي.

دا زیارت سکاټلنډ کې د یوه غره پر یوه لوړه څوکه جوړ شوی او زیارت کوونکي اړ دي، چې زیارته تګ لپاره لس کیلومتره اوږده لاره په پښو ووهي.

دغه سکاټلنډۍ میرمنه اوولین نومېده، چې وروسته یې خپل نوم په زینب بدل کړ او د سکاټلنډ له اشرافو خلکو څخه وه.

د مېرمن اوولین د ژوند کیسه ډېره جالبه ده.

هغه په کوچنیوالي کې په قاهره او الجزائر کې اوسېدلې وه.

د هغې پالونکې مسلمانانې وې.

دا به له هغوی سره جومات ته تلله، هلته یې ملګرې لرلې او له همدې ځایه له اسلام سره اشنا شوه.

دې په خپل کتاب کې لیکلي، هغه وخت یې زړه په غیر ارادي ډول اسلام ته مایل و.

لاسمات
د عکس تشریح،اوولین په ۱۸۹۱ کال کې له جان کوبولد سره اشنا شوه او د قاهرې د سفر په ترڅ کې ورسره واده وکړ

په کره توګه معلومه نه ده، چې میرمن اوولین څه وخت مسلمانه شوې ده.

داسې ښکاري، چې په روم کې له پاپ سره یوې ناڅاپي لیدنې پرمهال دې خپله عقیده په ډاګه کړې وه.

نوموړې په دې اړه ویلي: ”پاپ را څخه وپوښتل، کاتولیکه یې؟ لږ حیرانه شوم چې څه ووایم، بیا مې ورته وویل، زه مسلمانه یم.”

له دې وروسته اوولین خپل نوم په زینب بدل کړ او په ۶۵ کلنۍ کې د حج لپاره سعودي عرب ته ولاړه.

داسې ګمان کېږي چې اوولین لومړنۍ بریتانوۍ مسلمانه وه چې حج ته تللې وه.

میرمن اوولین (زینب) کوبولد په ۱۹۶۳ کال کې مړه شوه.

نوموړې په خپله خوښه د غره همدا لوړه څوکه د خپل قبر لپاره غوره کړې وه چې اوس سکاټلنډ کې د نویو مسلمانانو لپاره په یوه زیارت بدل شوی دی.

ایران
د عکس تشریح،د زینب قبر ته ور روان زیارت کوونکي

مسلمانان د هغې قبر ته ورځي دعا کوي، تلاوت کوي او د هغې یاد تازه کوي.

میرمن اوولین زینب کوبولد نه غوښتل، له ټولنیز ژونده ګوښه کړلی شي، هغه هم له دې کبله چې یوه ښځه ده.

BBC/pshto

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.