د آلمان د بشري حقونو انستیتوت د مهاجرو د حقونو پر مراعاتولو ټینګار کړی

387

د آلمان د بشري حقونو انستیتوت د اروپايي اتحادیي په بهرنیو سرحدونو کې د مهاجرو د بشري حقونو د مکلفیت په مراعتولو ټينګار کړی دی. د اروپایي اتحادیي د سرحدونو د حفاظت آژانس «فرونټکس» د مهاجرو د حقونو په جدي نقضولو تورن دی.

Belarus | Migranten in der Grenzregion zu Polen bei Grodnoد آلمان د بشري حقونو انیستیتوت، د پناه غوښتنې د غوښتنلیک منصفانه او مؤثرې بررسۍ، د اقامې حق او پناه غوښتونکو او مهاجرو ته د روغتیایي امکاناتو د برابرولو په څیر حقونو ته اشاره کړې ده.

په برلین کې دغه انستیتوت د جون په ۲۰ نیټه د مهاجرو نړیوالې ورځې ته په اشارې سره واضحه کړه چې د اروپا په باندنیو سرحدونو کې د بیلګې په توګه په یونان، کرواسیا او له بلاروس سره د پولنډ په سرحد کې د پناه غوښتونکو د پناهندګۍ غوښتنلیکونو ارزونې ته د لاسرسي حقونه تر پښو لاندې کیږي.

نوموړي انستیتوت ویلي چې سرحدي ځواکونه په تکراري ډول له تاوتریخوالي سره د اروپايي اتحادیي خاورې ته د پناه غوښتونکو د داخلیدو او د پناه غوښتنې د غوښتنلیک وړاندې کولو مخه نیسي.

د اروپا په انیستیتوت کې د بشري حقونو د سیاست له څانګې څخه میرمن نیله الینبرګ، وویل: «اروپایي اتحادیه د موافقتنامو د حفاظت کوونکي په توګه اوسمهال د غړو حکومتونو د دغو قانون ضد چلندونو پر وړاندې هیڅ اقدام نه کوي.»

نوموړې زیاته کړه چې د جون میاشتې په ۱۰ نیټه د اروپايي اتحادیي د کورنیو چارو وزیرانو په غونډه کې او له مهاجرو څخه د ابزار جوړونې په هکله پر پخوانیو وړاندیزونو د بحث په ترڅ کې د دې ویره موجوده وه چې د اروپایي اتحادیي غړي حکومتونه به وکولی شي د دغو وړاندیزونو په استناد په راتلونکي کې هم په اجباري ډول د پناه غوښتونکو پر شا تمبولو یا بیرته ستنولو ته ادامه ورکړي.

میرمن نیله الینبرګ، ټینګار وکړ: «د اروپا پارلمان باید د بشري حقونو د موازینو په اساس دغه وړاندیزونه رد کړي.» نوموړې زیاته کړه چې برعکس باید د تاوتریخوالي، د اروپا په باندنیو سرحدونو کې د خود سریو او بی قانونۍ پر وړاندې له اغیزمن چلند څخه کار واخیستل شي او هغه حقونه چې پناه غوښتونکي یي لري باید تضمین شي.

د اروپایي اتحادیي د سرحدونو د حفاظت آژانس «فرونټکس» په وار وار د پناه غوښتونکو د حقونو پر نقضولو تورن شوی دی. د نورو ترڅنګ داسې رپوټونه موجود دي چې د اروپا په سمندري سرحدونو کې د مهاجرو غیر سټنډرډ کوچنۍ کیښتۍ پر شا تمول شوي، حمله پرې شوې او په بیړنیو مواردو کې ورته مرسته نه ده رسول شوې.

د آلمان د بشري حقونو د انستیتوت دغې استازې له اوکراین څخه د جنګي پناه غوښتونکو د منل کیدو غیر بروکراتیک بهیر ته په اشارې سره وویل: همدا حقوق د بیلګې په توګه، په سرحدونو کې له اجباري ردولو څخه محافظت، په منصفانه او اغیزمنه توګه د پناهندګۍ غوښتنلیکونو ارزول کیدل، د بشري حقونو مطابق د استوګنې امکانات، او روغتیایي خدماتو ته لاسرسی باید د هغو مهاجرو په برخه کې هم تضمین شي چې د اروپا په باندنیو سرحدونو کې د پناه ترلاسه کولو په لټه کې دي.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.