پخوانۍ افغانه کډواله فاطمه پیمان، په استرالیا کې سناتوره

404

بشپړ راپور: پخوانۍ افغانه کډواله فاطمه پیمان، په استرالیا کې سناتوره ټاکل شوې

فاطمه پیمان، چې کلونه وړاندې د خپلې کورنۍ سره افغانستان نه استرالیا ته کډه شوې وه، نن د جون په ۲۰مه (غبرګولي ۳۰) د استرالیا د سنا مجلس غړې په توګه وټاکل شوه.

میرمن پیمان په خپله فیسبوک پاڼه په ټاکنو کې د خپل بریالیتوب په هکله لیکلي او ویلي یې دي چې د سناتورې په توګه ټاکل شوې ده.

۲۷ کلنه فاطمه کله چې اته کلنه وه د خپلې کورنۍ سره استرالیا ته پناه یوړه. پلار یې په لومړیو کلونو کې د آشپز‌، امنیتي ساتونکي او ټکسي چلوونکي په توګه کار کاوه او مور یې د موټر چلولو یو کورس درلود.

د استرالیا صدراعظم انتوني البانیز، په یو ټویټ میرمن پیمان ته د بریا مبارکي ورکړې ده.

میرمن پیمان د “متحده کارګرانو په اتحادیه” کې د منتظمې په توګه دنده پیل کړه او وروسته له هغې چې په ۲۰۱۸ کال کې یې پلار ومړ، هوډ یې وکړ چې د استرالیا د کارګرانو استازیتوب وکړي.

هغه د استرالیا د کارګر ګوند د غړې په توګه د ښځو او ځوانانو پر وړاندې د خنډونو د لرې کولو لپاره کار کوي.

دغه پخوانۍ افغانه مهاجره چې اوس د استرالیا تابعیت لري پداسې حال کې دغه مقام ته ورسیدله چې د طالبانو حکومت په تیر اګست کې پر افغانستان باندې د بیا واکمن کیدو وروسته لا هم د افغان نجونو پر مخ د شپږم ټولګي پورته د متوسطه او لیسو ښوونځیو دروازې تړلي دي.

دا پداسې حال کې دي چې د ملګرو ملتونو او د بشري او ښځو د حقونو د نورو سازمانونو په ګډون نړیواله ټولنه له دغې ډلې څخه په وار وار غوښتي چې نجونې او ښځې د زده کړو او کار کولو له حق څخه محرومې نکړي.

د بخښنې نړیوال سازمان د نجونو او ښځو د زده کړو په اړوند د طالبانو اوسني سیاستونه له تبعیض ډک، ناعادلانه او د نړیوالو قوانینو خلاف بللي دي او د بشري حقونو د څار سازمان پر افغانستان باندې د طالبانو شاوخوا لس میاشتنۍ واکمني د نجونو د زده کړو له پلوه ددې هیواد تیاره دوران ګڼلی دی.

د نړۍ هیوادونو تر اوسه د ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو د چلند او د پخواني حکومت د کارکوونکو او پخوانیو پوځیانو په وړاندې د بشري حقونو څخه د سرغړونو د تورونو په وجه د طالبانو د حکومت له رسمیت پیژندلو ډډه کړې ده.

د طالبانو ډله چې ادعا کوي اوسمهال نجونو ته د زده کړو شرایط برابر ندي پخپله پخوانۍ واکمنۍ کې یې ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱، ښځې په پراخه توګه د کار او تحصیل له حق څخه محرومې کړې وې.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.