انسانیت؛ د قرانکریم د یو مبارک آیت ژباړه او تفسیر

لیکنه: مقتصد ستړی

1,380
ـ لَقَدْ خَلَقْنَا ٱلْإِنسَٰنَ فِىٓ أَحْسَنِ تَقْوِيمٍۢ
زما د فیس بک په بائیو کې له ډېره وخته د سورت تېن دا مبارک آیات شریف لیکلی، څو واره پوښتل شوی یم چې ددې آیات ژباړه او تفسیر څه دی؟ ځینو ملګرو ته مې د پوښتنې مختصر ځواب ورکړی خو تېر ماخستن یوځل بیا همدغه پوښتنه د یو ملګري لخوا مطرح شوه، نو راځئ چې نن ورباندې په تفصیل سره خبرې وکړو.
ژباړه: بېشکه موږ انسان په غوره شکل سره پیدا کړی دی!
تفسیر : أَقْسم الله بالتين والزيتون، وهما من الثمار المشهورة، وأقسم بجبل “طور سيناء” الذي كلَّم الله عليه موسى تكليمًا، وأقسم بهذا البلد الأمين من كل خوف وهو “مكة” مهبط الإسلام. لقد خلقنا الإنسان في أحسن صورة، ثم رددناه إلى النار إن لم يطع الله، ويتبع الرسل، لكن الذين آمنوا وعملوا الأعمال الصالحة لهم أجر عظيم غير مقطوع ولا منقوص.
ژباړه: الله ج د انځر او زیتون په د دوه مشهورو میوو سره قسم کوي، او هغه د سینا په غره باندې قسم کوي چیرته چې الله ج له موسی ع سره خبرې کړې وې، الله ج  د مکې معظمې په هیبتناک هیواد سره قسم کوي هغه وفادار هیواد چې د اسلام زېږون په کې شوی دی، چې موږ انسان په غوره شکل پیدا کړ او هغه به بېرته اور ته واستوو؛ که چیرې یې د خدای ج اطاعت او د رسولانو پیروي ونه کړه. خو هغه کسان چې ایمان یې راوړی او نیک عملونه یې کړي دي، د هغو لپاره لوی اجر دی چې هیڅکله به کم نشي.
یانې دا هغه حقیقت دی چې الله ج قسم کوي د انځر او زیتون په ځمکو (یعنې سوریه او فلسطین) جبل سینا ( هغه غر چیرته چې الله ج له موسی سره خبرې وکړې)  او مکه مکرمه چې د سولې ښار دی، چې انسان په ښکلي شکل کې پیدا شوی دی، دا په دې معنا چې انسان ته هغه غوره بدن ورکړل شوی چې بل هیڅ ژوندي ته نه دی ورکړل شوی او الله ج هغه ته د فکر، علم او عقل هغه عالي استعدادونه ورکړي دي چې بل هیڅ مخلوق ته نه دي ورکړل شوي.
له دې سره سره د بشریت بې ساري فضیلتونه پیغمبران دي، او هیڅ مخلوق له دوی څخه لوړ رتبه نشي کېدلای دا ځکه چې الله ج د نبوت لپاره غوره کړي دي او همدغه پیغمبران د دې خبرې شاهدي ورکوي چې انسان په غوره شکلونو کې تخلیق کړل شوی دی.
همدارنګه د سوریې او فلسطین خاوره هغه خاوره ده چې د حضرت ابراهیم (ع) څخه نیولې تر حضرت عیسی (ع) پورې په کې زیات شمیر پیغمبران راپورته شوي دي.
کوه طور یا د سینا غر هغه ځای دی چې حضرت موسی علیه السلام په کې په نبوت مبعوث شو، او مکه مرکه هغه ځای دی چې پخپله د ابراهیم ع او اسماعیل ع لخوا تاسیس شوی دی چې دا د عربستان ترټولو مقدس ځای بلل کېږي.
په همدې ځای کې حضرت ابراهیم علیه السلام دعا کړې وه چې ای زما ربه دا ښار د امن او سولې ښار وګرځوه او د همدې دعا له امله چې هغه وخت د عربستان په هر ګوټ کې ګډوډۍ او بې قانوني موجوده وه، یوازې همدغه ښار و چې تر ۲۵۰۰ کاله زیات د سولې ټاپو پاتې شو او لا هم دی.
یانې دا چې انسان یو بهترین بشر د مخلوقاتو دی، الله ج په دې خبره قسم کوي او پیغمبران یې شاهدي ورکوي چې انسان یو ښکلی بشر دی، نو انسان ته پکار ده چې په همدې ستر او عظیم نعمت سره انسانیت ته قایل شي، خپله خاوره د سولې او امنیت څخه برخمنه وګرځوي او د انسانیت اصل ته احترام ولري.
د انسان کلمه چې د اُنس (میني او محبت) څخه اخیستل سوې ده یو لوی نوم او کرامت څرګندوي خو که بیا دغه انسان خپل اصلي کرامت له لاسه ورکړي او د انسان صحي نمایندګي ونه کړي تر ټولو بد او ذلیل دی.
د مولانا رومي په قول انسانیت د مینې مرکز دی او دا مینه ده چې د انسانیت لوړوالی ښیي او وایي که زما پوهه د انسانیت سره مینه نه را زده کوي نو یو ناپوه سړی زما څخه زر ځله غوره دی.
نو بناً بشري نیکمرغي د یو اساسي ارزښت په توګه، د انسان یو پراخ ماموریت دی چې له ظلم، استبداد، تبعيض او تاوتريخوالي پاكې، پرقانونيت، اجتماعي عدالت، د انساني حقوقو او كرامت پر خوندي تابه ولاړې انساني ټولنې د جوړولو او د خلكو د اساسي حقوقو او آزاديو د تأمين په منظور هلې ځلې ترسره کړي.
په درنښت

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.