ناروې کې د اسلو فورم بحثونه پیلېږي؛ افغانستان یې د اجنډا مهم ټکی دی

484

د ناروې د بهرنيو چارو د وزيرې اننيکين هويتفيلډټ په مشرۍ د اوسلو فورم پر نړيوالو کړکيچونو دوه ورځني بحثونه پيلوي. د دې فورم بحثونه نن پيل کيږي او ټاکل شوې چې د افغانستان مسئله يې هم په اجنډا کې شامله وي. د ناروې حکومت په يوه اعلاميه کې ويلي چې شاوخوا سلو تنو په فورم کې د ګډون بلنه منلې او دا ټول هغه کسان دي چې د شخړو په هواري کې يې د منځګړو رولونه لوبولي، يا د حکومتونو چارواکي پاتې شوي او يا هم په شخړو کې د ښکېلو غاړو استازيتوب کوي. ټاکل شوې چې د دې فورم ګډونوال د شخړو د هواري او سولې لپاره د خپلو دیپلوماتیکو هڅو تجربې له یوبل سره شریکې کړي. له افغانستانه هم څو تنو ته په دې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شوې خو تراوسه یې نومونه نه دي په ډاګه شوي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.