په کابل کې د طالبانو لخوا د راغوښتل شوي دیني عالمانو غونډه نن وروستۍ ورځ ده

950

په کابل کې د طالبانو لخوا د دیني علماو درابلل شوې لویې غونډې نن درېیمه او وروستۍ ورځ ده. د طالبانو د ویندویانو په خبره هغه وړاندیزونه او مسئالې، چې پرون جمعه د غونډې د ګډونوالو دېرش ګونو کمېټو کې پرې خبري او بحث شوی، و نن شنبه وروستۍ کېږي.

داچې د دغو کمېټو وړاندیزونه څه دي او طالبانو مشرتابه اود هغوی سرپرست حکومت ته یې سپارښتنې څه دي جزییات یې نه دي څرګند .

تمه داده، چې د طالبانو د پلوي او ملګرو علماو دغه ستره غونډه په هېواد کې د نظام د راتلونکي په اړه، د حکومت کورني او بهرني مشروعیت، د نجونو د زدکړې، د ښځو د کار، بشري حقونو، هېواد کې د خلکو اقتصادي ستونزو د هواري او یو شمېر نور مهمو ملي مسئلو په تړاو یو لړ وړاندیزونه او پرېکړې وکړي.

خو دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوند زاده پرون غونډې ته په خپله وینا کې د ډېرو دې مسئالو ان یادونه هم و نه کړه او دا یې هم وویل چې د هېڅ هېواد فرمایشونه او وړاندیزونه نه مني او څوک دې د تعامل تمه هم ترې نه کوي.

بلخوا د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په افغانستان کې د ننه له هغو سیاسي او ګوندي لومړیو څېرو دی چې پر دغې غونډې او د دغې غونډې د ځینو ګډونوالو پر څرګندونو یې نیوکې کړې دي.

هغه پرون د جمعې لمانځه په خطبه کې وویل، طالبانو باید کابل کې د دیني عالمانو غونډه کې د هېواد پر مهمو مسئلو خبرې کړې وای، لکه د یوه ځواکمن پارلمان رامنځته کول او د نوي اساسي قانون جوړول.

کابل کې د عالمانو د روانې ناستې په اړه بېلابېل نظرونه شته، خو ګلبدین حکمتیار تر دې دمه تر ټولو مشهوره سیاسي څېره ده چې د دې ناستې پر ترکیب او اهدافو ښکاره نیوکه کوي. ګلبدین حکمتیار وویل:

”حکومت ته د داخلي او خارجي مشروعیت ترلاسه کولو لارې چارې باید سنجول شوې وای، د نجونو د تعلیم او تحصیل موضوع… او که دا ستونزه حل نه شي نو ډېرې کورنۍ به د دې لپاره له افغانستانه وځي‌ چې دلته یې نجونې له تعلیمه محرومې کېږي… داسې نور مهم مسئایل. ”

ښاغلي حکمتیار زیاتوي، په دې هکله د اسلامي احکامو په رڼا کې باید ټول ولس ته د منلو وړ جامع پرېکړه ولرل شي او په همدغسې شورا کې باید دا موضوع څېړل شوې وای.

ښاغلي حکمتیار پوښتنه وکړه، ”ایا دې سره حکومت ته یا واکمنو ته کوم زیان رسېده، چې ویلي یې یې وای، دا شورا موږ رابللې، علما مو راټول کړي او په دې مهمو مسائلو به بحث کوو، او غواړو د ولس او علماوو په مشوره دا کارونه وکړو؟ ”

د یادونې ده، چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي او ملي روغې جوړې عالي شورا پخواني مشر عبدالله عبدالله په ګډون ځینې نور افغان سیاسي شخصیتونه چې کابل کې دي، دې غونډې ته نه دي بلل شوي.

طالبان بیا ټینګار کوي چې دا ناسته یې د دیني عالمانو په غوښتنه رابللې ده او دوی یې یوازې د تنظیم او امنیت چاره پر غاړه لري او نوره اجنډا یې په بشپړه توګه د ګډونوالو په لاس کې ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.