موږ هیچا ته اړتیا نه لرو، دا چي نړیوال مو په رسمیت نه پیژني

652

د کندهار غونډه ؛ د کندهار د صرافانو مشر حاجي قندي آغا:«موږ هیچا ته اړتیا نه لرو، دا چي نړیوال مو په رسمیت نه پیژني دا لویه سهوه کوي»
حاجي محمد صدیق سعید:  ا.ا. دي د تجارانو سره مرسته وکړي، موږ پر ادارو له ګرځېدو سوري شوي يو، په ګمرک او مستوفیت کې په بیلانس او نور اصولو مصروف یو.
محمد صدیق مهمند :
له والي صاحب او نورو مشرانو مننه کوو چي مونږ سره یې همکاري کړې او د بهرنیو چارو وزارت څخه مننه کوو چي د چین او ترکیې د ویزو د ازادیدو لپاره یې مونږ سره هر اړخیزه همکاري کړې.
له مشرتابه څخه مننه کوو چي له مونږ تجارانو سره یې د تجارت برخه کې هر اړخیزه همکاري کړې، ټولو تجارانو څخه هیله کوو چي د افغانستان د راپورته کیدلو لپاره کار وکړي او دا یواځي د تجار هم نه بلکي د هر افغان دنده ده.
د کندهار د عالماوو شورا رئیس مولوي حبیب الله اغا :
موږ د یووالي لپاره راټول شوي یو، نن مو منځ کې داسي کسان ناست دي، چې مخکني دولت کې وه او یو له بله څخه بېرېدلو، دا هر څه زموږ دښمن نه شي زغملای، موږ یو موټی کیږو، چا ته اجازه نه ورکوو، چي موږ کې بې اتفاقي جوړه کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.