د شهید عثمان کاکړ د تلین راپور

راپور: پتانه ژوند

859

راپور: پتانه ”ژوند” دعوت مېډيا ۲۴: نن د جنوبي پښتونخوا د نامتو ملي مبارز ارواښاد  محمد عثمان خان کاکړ چې په خلکو کې د عثمان لالا په نامه سره هم مشهور و د شهادت  لومړنی تلین دی چې د پښتونخوا په ګوټ ګوټ کې د هغه د تلین په مناسبت یاد غونډي کیږي نه یواځي په پښتونخوا کې بلکي د پاکستان په ځینو نورو سیمو کې هم د ملتپاله پښتنو له خوا ځیني یاد غونډي کیږي. لکه چې د جون 19په لاهور کې ستره غونډه وشوه چې د ارواښاد عثمان کاکړ زوی خوشحال خان کاکړ ‘محترمه سیاستواله وړانګه ‘لوڼۍ او د پشتونخوا ملي عوامي ګوند سينير ډپټي چيرمين عبدالرحیم زیارتوال  هم برهم برخه اخیستې وه.
نوموړی عثمان کاکړ یو نامتو پښتون ملتپاله سیاستوال و. ارواښاد  په کال ۱۹۶۱ زېږدیز کې د جنوبي پښتونخوا (بلوچستان) کلا سیف الله (ږوب) ولسوالۍ په مسلم باغ نومې سیمه کې زېږیدلی و. د پلار نوم یې سردار عبدالقیوم خان کاکړ او دی په خټه سرګړی کاکړ و.
ارواښاد عثمان  کاکړ د پښتونخوا ملي عوامي ګوند ایالتي مشر (صوبایي صدر) او د پښتون ژغورنې غورځنګ ( PTM) فعال غړی هم و. نوموړي د محکومو قامونو لپاره یو اوچت غږ و. نوموړي خپلې لومړی زدکړې په ځایي ښوونځي کې بشپړې کړې بیا تر لسم ټولګي پورې خپلې زده کړې د کوټې له اسلامیه ښوونځي (اسلامیه هایی سکول) څخه وکړې. نوموړي په اقتصاد کې له کوټې پوهنتونه  د ماسټرۍ تر کچې زدکړې وکړې وروسته یې بیا په  ۱۹۸۷ زیږدیز کال کې د کوټې ښار د قانون له پوهنځي نه  د قانونپوهنې (وکالت) بریالیک (سند) تر لاسه کړ. ارواښاد  عثمان کاکړ له بهاولپور څخه د انجنئیري سند هم تر لاسه کړی و. نوموړي د زدکړو پر وخت د پښتون ملتپاله زدکونکو سازمان ( پښتون سټوډنټس آرګنائزیشن) غړیتوب ځانته غوره کړو او بیا د یاد سازمان د یونټ سیکرټري (مشر) شو وروسته بیا په نوموړي سازمان کې پر بېلا بېلو څوکیو د مشر په توګه کار وکړ.
ارواښاد عثمان خان کاکړ له زدکړو او د زدکړیالانو د سازمان (پښتونخوا سټوډنټس آرګنائزیشن) څخه له فراغت وروسته په  ۱۹۸۶ زیږدیز کال  کې یې  په پښتون ملتپاله ګوند پښتونخوا ملي عوامي ګوند کې د ګډون اعلان وکړ. په یاد ګوند کې د فعاله رول لرلو په علت د ګوند ایالتي مشر (صوبایي صدر) وټاکل شو او وروسته بیا مرکزي سیکتر هم شو. ښاغلي عثمان کاکړ د پاکستان د هغه وخت پوځي دکتاتور (ډیکټیټر) جنرال ضیاءالحق پر ضد هم په سیاسي هلوځلو کې برخه درلوده. نوموړي په ایالتي ټاکنو (صوبایي انتخاباتو) کې برخه واخسته خو بریالی نه شو. په  ۲۰۱۵ زیږدیز کال  کې د پاکستان د مشرانو د جرګې ( سینټ آف پاکستان) غړی وټاکل شو چې د ۲۰۲۱ زیږدیز کال تر لومړیو میاشتو پورې پر یاده څوکۍ پاتې شو. نوموړي په ۲۰۱۸ زیږدیز کال کې د پاکستان د مشرانو جرګې د مرستیال مشر په ټاکنو کې برخه واخسته چې په لږو رایو سره نابریالی اعلان شو.
نوموړی د ۲۰۲۱ زیږدیز کال د جون د میاشتې پر ۲۱ مه نېټه  د کراچۍ ښار په آغا خان روغتون کې پر سر د سختو ټپونو له کبله ساه ورکړه د ټپونو علت او لامل  یې لا  هم پټ پاتې شو او ترننه څرګند نه دی.
اروا دې یې ښاده وي !
دا ښکاره ده چې د هغه د مړیني لامل معلوم نه ده خو دا د لمر په څیر څرګنده ده چې د پښتونخوا  زیاتره وطن پاله سیاسون د پاکستان د دولت له لوري په مرموز ډول وژل کیږې.
نه یواځي ارواښاد عثمان کاکړ بلکې زیاتره پښتانه او ازادي غوښتونکي بلوڅان نادرکه او په زندانونو کې ساتل کیږي.
او په زرګونو کورنۍ د غم په ټغر ناست او د خپلو خپلوانو ویر لمانځي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.