پاپ فرانسیس، ترکیې او امریکا هم د نننۍ پېښې په اړه خواشیني څرګنده کړه

367

ترکیې هم د زلزلې له امله پر وروستۍ مرګ ژوبله خواشیني څرګنده کړې ده. په کابل کې د ترکیې سفارت ویلي چې دوی د قربانیانو له کورنیو سره د خپلې خواخوږۍ مراتب شریکوي او تر څنګ یې بېړنیو مرستو ته تیار دي. د ترکیې سفارت ویلي چې په افغانستان کې د ترکیې سرې میاشتې دفتر فعالیت کوي، بشردوستانه مرستې رسوي او ژر به د پېښې ځای ته ځان رسوي او له اړمنو سره به مرستې کوي.

امریکا هم په هېواد کې پر وروستۍ زلزله او مرګ ژوبله خواشیني څرګنده کړې ده. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې له افغانستان یې د زلزلې او مرګ ژوبلې راپورونه ترلاسه کړي چې خورا خواشینوونکي دي. سرچینه کاږي چې دوی د پېښې له قربانیانو او زیانمنو شوو سره ځان په دې خپګان او غم کې شریک بولي.

د نړۍ د کاتولیک عیسویانو مشر پاپ فرانسیس په خوست او پکتیکا کې د زلزلې له قربانیانو سره خپله همدردي څرګنده کړې ده. نوموړي ویلي چې نړیوالې مرستندویه موسسې دې په ګډه له افغانانو سره مرسته وکړي څو په دې توګه د دوی سختۍ او ستونزې راکمې شي. هغه تمه ښوودلې چې له افغانانو سره بشردوستانه مرستې ډېرې شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.