لغمان کې د «کاوون غږ» راډیو نشرات ځنډول شوي

141

په لغمان کې د کاوون غږ راډیو تر تړل کېدو وروسته د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولان وایي چې د کاوون غږ راډیو د بیت‌المال او د دولت ملکیت دی.

د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي عبدالنور رسولي وايي، دا راډیو په ۱۳۸۴ کال کې د امریکايانو د «پي‌ارټي» له لوري د انټرنیوز په همکاري جوړه شوې چې په ۱۳۹۵ کال کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري درې‌کلن جواز ورکړل شوی و.

د هغه په خبره، کاوون ‌غږ راډیو د ملي امنیت او اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو او د ولایت مقام په همغږۍ مهرلاک شوې ده.

نوموړی زیاتوي: «په ۱۳۸۴ کال کې په لغمان کې د اطلاعاتو او فرهنګ، ښاروالي، د ښځو چارو ریاست، مخابراتو، امنیې قومانداني او امنیت له لوري د ګډ پلاوي له‌خوا دغې راډیو ته یو مدیر ټاکل شوی و او په هرو دوو کلونو کې به یادې راډیو ته د ازادو سیالیو له لوري مدیر ټاکل کېده. د دغې راډیو جواز د لغمان علمي او فرهنګي ټولنې په نوم ورکړل شوی و او د دې راډیو جواز چې اصلاً د لغمان علمي او فرهنګي ټولنې په نوم ورکړل شوی، په ۱۳۹۵ کال بیا نوی او په ۱۳۹۸ کال پای ته رسېدلی؛ نو ځکه دا راډیو اوس دولتي راډیو ده.»

په همدې حال کې د کاوون‌ غږ راډیو رییس انقلابي یوسفزی وايي، د غبرګولي په ۲۴مه راډیو ته د یوشمېر چارواکو له ورتګ وروسته راډیو مهرلاک او کارکوونکي یې ترې اېستل شوي وو.

د هغه په خبره، سره له دې چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته یې مراجعه کړې، خو لا هم د راډیو د تړل کېدو پر لامل نه پوهېږي. نوموړی زیاتوي چې پر کاوون‌ غږ راډیو یې نږدې ۳۰ لکه افغانۍ پانګونه کړې او شاوخوا ۱۶ کاله کېږي چې په خپل شخصي لګښت یې چلوي.

یوسفزی وايي: «دا یوه دولتي راډیو نه، بلکې خصوصي راډیو ده. له حقوقي اړخه زموږ رسنۍ کومه ستونزه نه لري؛ په تېرو کلونو کې مو هر کال جوازونه نوي کړي او ا.ا هم جوازونه راکړي. که کومه ستونزه وي، نو اړتیا ده چې د سرغړونو کمېسیون له لوري حل شي.»

اوس په لغمان کې څلور خصوصي رسنۍ فعالې دي چې لسګونه خبریالان په‌کې پر دندو بوخت دي.
د یادونې ده چې د افغانستان د خبریالانو مرکز هم تېره ورځ له کوم قید او شرط پرته د کاوون غږ راډیو د بیا فعالېدو غوښتنه کړې وه.

سلام وطندار

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.