د یوې بلوچۍ پېغلې وروستۍ خط

ژباړه: رفيع الله ضمير

925

د خپل مین په نوم د یوې بلوچۍ پېغلې وروستۍ خط!

د قبیلې مشرانو په ګډه فیصله کړې، چې سبا به مې سنګساروي. دا خط چې ستا ګوتې لمس کوي، نو ما به بلې دنیا ته کډه بار وي.
پنله، د شپې وروستۍ حصه ده، څراغ بلیږي او وخت لکه یرغه اس په منډه دی.
پوهېږې؟! نن مې ستا د خوښې کالي چې تا راته راوړي وو اغوستي دي، هماغه جوړه چې ورباندې را ځوړند سره ګلان یې په تورېدو دي.
ګوره پنله، زما له مړینې وروسته ونه ژاړې، ځکه ژړا د کمزورو کار دی او ته خو د طاقت نښه یې او زما غرور یې غرور.
رښتیا یوه خبره، ته پوهېږې پنله، ما څومره خوبونه لیدلي وو او تر تا در رسېدلې وم، ستا په پښو کې هم د رواج او سماج زولنې وې مګر کله چې مې ستا لاس په خپل لاس لمس کړ نو عجیب احساس مې وکړ.
تا په الفاظو څنګه وپوهوم، خو اففففف، پوهېږې؟!!
ما حس کړه، چې ساګانې هم وجود لري او د دردونو هم کورونه وي.
پنله، زما کم عقلې دا خبره یاد لره، چې مرګ کومه غټه خبره نه ده، ځکه هر څه او هر انسان فناه کېدونکی دی، خو له مرګ وړاندې د ژوندانه لپاره تدبیر او تفکر اصل خبره او د ارزښت وړ څه دي.
موږ د ژوندانه د تیرولو بندوبست غرق کړي یو ځکه دا خلک هغه کسان نه خوښوي چې زړونه یې په مینه ژوندي دي، بلکه د ځان په څېر منافق او دوه رنګه اشخاصو ته په ټولنه کې د ژوند حق ور کوي.
زما او ستا جرم یوازې دادی چې ته سړی یې، مینه کوې او زه هغه ښځه چې مینه یم. خو ګوره تر څو چې ژوندی وې له مینې وا نه وړې او همېش د مینې سندرې وایه.
خلکو ته ور زده کړه، چې محبت پښې نه لري خو تګ کولی شي، حتا وخت هم د مینانو تر منځ خنډونه نه ایجادوي.
موسمونه همېش په دې هڅه وي، چې د مینو لپاره خوندوره فضا سازه کړي، ګلان له ډېرې خوښۍ تک سره واوړي، د مینانو د هرکلي په خاطر لارو ته خپلې پاڼې را شیندي.
زما خوږه پنله!
ته به ګورې، دا دنیا به د نفرت سېلاب لاهو کوي خو وروستۍ ژوندی پاتې شوی شخص به هم د محبت داستان خلکو ته اوروي.
زه له تا جدا نه یم، ځکه په مینه یو ځای شوي څوک هم نشي بېلولی، زه به تل ستا انتظار کوم.
په ځان دې پام کوه، هغه توره جوړه درسره بیخي ښه ښکاریږي نو ډېره ډېره یې اغونده او هااااااا رښتیا!
نور دا لېونتوب هم پرېږده چې ګني شاعري ستا د وس خبره نه ده.
شپه ختمیږي، ورځ به را دبره شي او د مینې رڼایي به هرې خواته خپره شي.
ښکلوم دې
په مینه
د خدای په امان

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.