د ښيښې تر ګیلاس را وتلی ادب به نو څه ادب

رحيم خان

485

تور او سپین ادبي ټولنه !
دلته د ډیرو په نظر ادبي ټولنو کي يوازي شاعران ګډون کولی سي یعني زما رنګه ډرټي ریلیسټانو ته هلته اجازت نسته. ..
یو جهان منَنه !

د ماسکو او ایبرډین (سکاټ لینډ) ناصیحینو زه هیڅ کله نه کړم مطمئین ، د اشتراکي روس د ماتیدو پس په ماسکو کي زاړه کامریډان ډیر خوابدي وو البته ځوانانو په نوي سرمایه دارانه نظام کي ځان د امریکن جیک ډینیل تر اثر لاندي لیدل او د بیا د راتلونکي نوي سهار یو مست خوب هم…
موږ ته چون له بده مرغه هر ” ازم ” نیم هم نه دی را رسیدلی نو نه پوهیږو چي څنګه یې تحلیل کړو. کامریډ عبدل علي سټالنوف دلته د ازم تر بطن خپل ښایسته مخ را باسي، تود هر کلی ورته وایو !

زموږ مسله دا ده چي د سوریلیزم له خیالي شاپیریانو سره پر هغه نرم او ګرم بستر اوس له پیړیو په یو داسي مست سیکس اخته یو چي له بده مرغه یوه نطفه هم نه جوړوي…
نهمه څه کوې اوس خو یو سل نهمه (۱۰۹) میاشته هم تیره سوه ، نطفه ګر رګونه ټول وچ سول، اوس وینه تویوي !

زه چي هر څومره هڅه وکړم زه شاعر نه سم جوړېدئ…،… یا خو دا د فطرت قانون دی، یا د فنون تضاد او یا خو زما وینه ګردش نه خوري. بله ورځ زوی هم را ته ویل ته باید ځان ته بله دنده و ګورې. دا توری ” دنده ” یې خوند را نه کړ.

مرګه جار دي تر پنجو سم چي بله ورځ دي بیا د روح او وجود په حقیقت پوهه پروفیسر راز محمد راز را په یاد کړ. ..
د تور قبر مکین بله ورځ هغه چا هم یاد کړ کوم چا ته چي سیکس اوس هم ممنوعه څه ښکاري. ما ته مي زموږ د لیکوالانو دا د موقعه پرستۍ په قبا پټ فطرت ډیر خوند را کړ. د تور قبر مکین بې خونده اصطلاح ده، قدرت ته خواست دی چي دا ” اصطلاح ” بدله کړې.

راز ته هم ستاسو په ادبي ټولنو کي د شراکت اجازت سته که نه او که هغه بیا هلته په ” تور قبر ” کي و جون ایلیا یا روف بینوا ته خپله شاعري وړاندي کړي؟….
جون ایلیا که څه هم یو سیکولر څوک وو خو یو لوی توهم پرست هم وو. توبه که دا ټرائیکا سره یو ځای سوه؟….

مسله دا ده چي د ښيښې تر ګیلاس را وتلی ادب ژر مات سي، بیخي چي څنګه سهار لمر سترګه و وهي.

وروره، دلته د تیارو د بقا مسله را پیښه ده چي د لمر ګرمه رڼا یې وجود ور سوځوي. دا ظلم نه دی؟

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.