پاکستان کې د تیلو ګراني او احتجاج

553

پاکستان کې پټرول نور 14روپۍ 85 پېسې ګران کړی شوي.

پاکستان کې د تیلو [پټرولو او ډيزلو سره د نورو] بيعې يو ځل بيا سېوا کړی شوي دي، يو ليټر پټرول 14 روپۍ او 85 پېسې او ډيزل 13 روپۍ او 23 ګران کړی شوي دي.

د دې ترڅنګ سره د خاورو تېل 18 روپۍ 83 پېسې او لايټ ډيزل 18 روپۍ او 68 پېسې ګران کړی شوي دي.

د خزانې وزارت ویلي، په نړيوال مارکيټ کې د پپټرولو د مصنوعاتو د قيمتونو او اېکسچېنج رېټ له امله حکومت په پټرولو د ليوي لګولو فېصله کړې ده.

د تيلو نوي قيمتونه نن د جمعې د ورځې [01 جولايۍ] نه عملي شوي دي.

د نوو قيمتونو ترمخه يو ليټر پټرول 248 روپۍ 74 پېسو، ډيزل 276 روپو 54 پېسو، د خاورو تېل 230 روپو 26 ته او لايټ ډيزل 226 روپو 15 ته رسېدلي دي.

د خزانې وزيرمفتاح اسماعيل ويلی، مخکني وزیراعظم عمران خان د نړيوالې مالياتي ادارې [ايي اېم اېف] سره لوظ کړی وو چې د پټروليم ډويلپمنټ ليوي په برخه کې به هره مياشت څلور، څلور روپۍ سېوا کوي.

هغه وويل خو چې کله د عمران خان پرضد د عدم اعتماد يا باورۍ تحريک وړاندې شو هغه د ايي اېم اېف سره کړې وعده ماته کړه. او اوس حکومت د نړيوالې مالیاتي ادارې سره د پور پروګرام بحاله کړی ځکه يې په تيلو ليوي سېوا کړه.

پاکستان کې د 27 مې راهسې د تيلو قيمتونه د يو ليټر په سر نزدې 100 روپۍ ګران کړی شو.

پاکستان کې چې د مسلم ليګ ن او اتحادي ګوندونو حکومت جوړ شوی، دې حکومت د مې د مياشتې نه د تيلو قيمتونه سېوا کول پېل کړي دي.

په لومړي ځل په 27 مې 30 روپۍ بيا په دوېم جون 30 روپۍ، بيا په 16 جون 24 روپۍ درې پېسې او اوس دا 14 روپۍ 82 پېسې نور ګران کړی شو، دا د پټرولو د يو ليټر بيعې دي، دغه ډول ډيزل او نور تېل هم ګران کړی شوي دي.

پاکستان کې دا وخت تر ټولو ګران ډيزل يو ليټر په 276 اروپۍ 54 پېسې دي.

د حکومت مخالفه ګوند پاکستان تحریک انصاف يو مشر اسد عمر ويلي، د پټرولو ارزانولو او ګرانۍ ختمولو په وعده راغلي حکومت پټرول 99 روپۍ او ډيزل 133 روپۍ ګران کړه.

تحریک انصاف ګوند ويلي، په دوېمه جولايۍ اسلام اباد کې احتجاج کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.