زموږ کار و کتار؛ ملامت او سلامت څوک دي؟

بریال حبیبي

1,089

له کلي بازار ته روان وم، کلیوال مو موټر ته لاس راکړ او راسره ملګری شو؛ خبرو خبرو کې یې وویل چې د کوم خپلوان لمسی یې وفات شوی او د فاتحې لپاره ورځي.
هر سورلي په زوټه زوټه خو له ځان سره د زوی پلار ته د جمیل صبر او زوی ته یې د فردوس جنت دعا وکړه؛ خو یوه یې خپلوان ته وویل:
د ګلاب (د وفات شوي ماشوم پلار) له نوم سره دې د ملا لقب ووایه، د هغه خو یوازې نیکه ملا وو؛ پلار غریب یې بزګري کوي او ده دا څو ورځې کېږي د حیواني درملو درملتون ایښی؛
کله کله یې نور خلک هم یا ملا ګلاب بولي یا ګلاب اخندزاده، دا ولې؟
ویې ویل:
اوی هوی، حاجي سلامه؛ نورو خلکو څه څه ونه کړل، تا اوس په ګلاب غریب پسې د ملا او اخندزاده له وجهې راواخیسته…؟
د دوی بحث تر ډېره پورې دوام وکړ، خو ما ته د ایرانیانو هغه کیسه رایاده شوه چې: کوم پېرودونکی د یوه طوطي د پېرلو لپاره د مارغانو پلورنځي ته ورغی او یوه طوطي ته یې لاس ونیو، هټيوال ته یې وویل:
هاغه طوطي په څو دی؟
ورته ویې ویل: ۵ میلیونه تومانه.
پېردونکي وویل: دا ولې دومره ګران دی، څه څه کولای شي؟
ورته ویې ویل:
د (حافظ) دېوان یې یاد دی.
پېرودونکي وویل: هغه بل په څو دی؟
ورته ویې ویل: هغه په ۱۰ میلیونه تومانه، هغه بیا د (مولوی) دېوان یاد کړی.
پېرودونکي د کمې بیې لرلو په نیت درېیم طوطي ته لاس ونیو؛ ورته وویل شول:
په ۲۰ میلیونه تومانه!
پېرودونکي وویل: دغه کوم هنر لري؟
ورته ویې ویل:
دی پخپله کوم هنر نه لري؛ خو یوازې هغه نور دوه طوطیان یې (استاد) بولي.
پورتنۍ کیسه څو ممکنه خواوې لري:
۱- استاد طوطي ښایي په رښتیا استاد وي؛
۲- ممکن درېیمي طوطي ته د استاد لقب د دوی د روزنکي له خوا ورکړل شوی او هغو نورو دوو ترې زده کړی وي؛
۳- زموږ سیمه کې یو کس وو، دی به تل په نه خبره غوسه کېده، پوچ و پاش به یې ویل او… زموږ یو بل کلیوال چې له ده سره یې ګپ شپ درلود، دی به یې د خپلو دغو ځانګړنو له امله هوښیار باله؛ نو ممکن درېیمي طوطي هم هغو نورو دوو طوطیانو ددغسې لاملونو له امله استاد بللی وي؛
۴- طوطي به ښایي په زور، چل ول او… په نورو طوطیانو خپل ځان د استاد په نوم تېر کړی وي؛
۵- ممکن استاد نومولي شوي طوطي ته یاد لقب په میراث پاتې شوی وي او… .
پورتني بحث او کیسې ته په کتو همداسې زموږ د هېوادني چاپېریال انسانان در واخلئ…!
تدیني د لومړۍ وزیرې د خاوند تر سرلیک لاندې یوه لیکنه کې لیکي:
((هغه څه چې موږ په (افغانستان) کې تجربه کړي، دادي چې کورنی نسبت یا نسبي خپلوي د کاري او آن سیاسي پرمختګ لپاره خورا غوره فرصت ګڼل کېږي…؛
یاد به مو وي او یا به یې اوس هم وینئ چې د یوې کورنۍ څو غړي یا قوماندان یا رئیسان یا مدیران او یا… دي او یا یې د خپلو خپلوانو له لوري د نومونو او مؤقفونو په سر له حکومتونو او ولسونو باج اخیستل کېږي؟
انګیلا میرکل د آلمان او اروپا له لویو شخصیتونو څخه یوه ده؛ دې که د خپل ماموریت پر مهال له یوې خوا په خورا غوره توګه د خپل هېواد چارې مدیریت او رهبري کولې، نو له بلې خوا یې د اروپا لپاره د مورولۍ لوی مسؤلیت ته هم اوږه ورکړې وه.
زاویر او میرکل ـ دواړه د ختیځ المان دي او دواړو کېمیا څانګه کې زده کړې کړې؛ زاویر له فوق دوکتورا زده کړو وروسته د کېمیا یو استاد او څېړونکی شو او دې برخه کې یې سلګونه علمي پروژې ترسره او لسګونه جایزې واخیستې؛
دوی په ۱۹۹۸ز کې واده کړی او د میرکل دویمي واده ګڼل کېږي…؛ میرکل نږدې ۵۸۶۲ ورځې د المان لومړۍ وزیره وه، خو آیا تاسو هم لکه المانیان د آغلې انګیلا میرکل په دومره اوږد سیاسي ژوند کې په سیاسي چارو کې ددې د خاوند Joachim Sauer نوم په ډېر ندرت سره اورېدلی؟
د زاویر عادت ګرځېدلی، چې پخپلو مسلکي چارو دې بوخت وي، له چا سره د کورنیو او سیاسي مسایلو په اړه بحث نه کوي او په ډېرو کمو سفرونو او یوازې خورا ځانګړو مراسمو کې له میرکل سره ملګرتیا کوي.
دی ولې هغومره مطلق غیرسیاسي پاتې شوی او یا ته به وایې د هغه کس غوندې دی، چې په سیند کې ژوند کوي، خو هیڅ لمدېږي نه؟
هغه څوک چې د سیاست په سیند کې ژوند کوي او لکه یواخیم زوایر هغسې غیرسیاسي پاتې کېږي، هم د نوموړي کس په شخصیت او هم د هماغې ټولنې په سیاسي ـ اجتماعي نظام پورې تړلی… .))(۱)
افغانستان کې څنګه؟
زموږ د آندونو، باورونو او دودونو له مخې که له یوې خوا د ملا زوی باید ملا، د ډاکټر/ډاکټرې زوی/لور باید ډاکټره/ډاکټره، د معلم زوی باید معلم او د……. وي، نو له بلې خوا دغه آندونه، باورونه او دودونه هم د هېرولو نه دي، چې که چېرته د کومو خلکو پلرونو، نیکونو، مېرمنو، مېړونو، کاکاګانو، ماماګانو او… کوم لقبونه پخپله یا د کوم بل چا له لوري ترلاسه کړي وي، نو زامنو او لمسيو او نورو نسبي او یا آن سببي خپلوانو ته یې هم باید په هماغو لقبونو وویل شي او یا که نور هم مخکې ولاړ شو، نو کله کله زامن او یا لمسي او یا… هم غواړي، چې په هماغو لقبونو دې یاد او له امتیازاتو دې یې برخمن شي.
یاد ویل او یادېدل او په لقبونو د امتیازاتو وېش خپلې ښېګڼې او بدګڼې او همدارنګه وګړیزې او ټولنیزې ګټې او زیانونه لري؛ خو موږ یې لکه د افغان د ژوند هره برخه ددې برخې هم ناسالم اړخ ته ښه پام کړی او بیا بیا یې تکراروو.
د ټولنپوهنې او ارواپوهنې مبحثونو ته په پام تر ډېره د ملا زوی ځکه ملا، د ډاکټر زوی ځکه ډاکتر، د معلم زوی ځکه معلم او د……. وي، چې په کورونو او کارځایونو کې او د یا کورونو او کارځایونو له امله د هغوی ماشومان له خپلو میندو او پلرونو په ارادي او یا ناارادي توګه اغېزمن شوي وي یعني:
الف ـ پلار/ مور هرو مرو په کور کې د ورځنیو چارو په اړه خبرې کوي؛
ب ـ له کور نه بهر خلک، ماشوم ډېرکله د پلاني ملا صېب یا پلاني ډاکټر صېب یا پلاني معلم صېب یا پلاني… د زوی/لور په نومونو پېژني؛
ج ـ پلرونه/ میندې په کور کې د مطالعې لپاره ځینې مسلکي کتابونه لري او که ووایو نو د نورو برخو تر کتابونو یې ډېر اړوي رااړوي او خیال یې هم ساتي؛
د ـ ډېری خلک په اجتماعي او اقتصادي لحاظ زړه نه ښه کوي، چې ماشومان دې یې کومه بله ساحه کې ځانونه وازمایي؛ ځکه میندې او پلرونه د خپلو مسلکونو په نږدې ټولو فرصتونو او ننګونو پوهېږي او د دوی په فکر ماشومان یې د دوی په لار تلونکې لار کې ښه پرمختګ کوي؛ که په لنډو کې ووایو نو هغه متل ښه پلي کوي چې: څه دې کول، چې پلار و نیکه دې کول.
او دا رنګه لسګونه نورې خبرې…؛ خو له دې سره سره د یادو کړنو ترسراوی ځینې بدګڼې او زیانونه هم لري، چې په نویو ځوانانو، ځوانانو، میندو او پلرونو او آن حکومت له لوري ورته پام د یوه ايډیال شخص، یوې ایډیالې کورنۍ او همدارنګه ټولنې د جوړولو په موخه خورا اړین دی:
الف – که لور/ زوی تر پلار/مور کمزوری وو، نو نوم یې بدوي او له دې سره سره د ټولنې باور هم پرې له منځه ځي؛
ب – بې لقبونو کسان ممکن بې لقبونو پاتې شي او یا د لقب ترلاسه کولو لپاره ناسمه لاره وټاکي؛ د بېلګې په توګه: له طالبانو سره د مذاکرې په پلاوي کې د جمهوریت له اړخه د عبدالرشید دوستم او یا د عطامحمد نور د زوی انتخاب او… ؛
ج – د ټولنې د خلکو ترمېنځ واټن او بېلتون رامنځته کېږي؛ د بېلګې په توګه: د طالبانو اوسنی دولت: د طالبانو دولت کې تر ټولو لومړی باید مرسته د شیهد زوی، د طالبانو مخلص او یا پخپله طالب ته ورکړله شي، حال دا چې په ټولو نړیړالو مرستو کې لومړیتوب غریب او بېچاره اولس لري او یا په همدې دولت کې دولتي دندې چې د مجاهد د زوی، د شهید د زوی، د پلاني مولوي صېب د ملګري، د پلاني خلیفه صېب د مرید او… په نومونو د هیڅ ډول قانوني مراحلو له طی کولو پرته وېشلې کېږي او عام مسلکي او تخصصي کادر له پامه غورځول کېږي؛
د ـ ممکن کمزوری ځوان/پېغله د پلار/ مور له ترلاسه شوي باور نه ناسمه ګټه اوچته کړي او لکه څرنګه چې لازم وي، هغسې کار ونه کړي او یا ټولنې ته د خیر پر ځای شر پېښ کړي؛
هـ ـ څرنګه چې هر انسان فردي هویت لري، نو ښایي د والدینو د هویت په ډېر را دبره کېدلو سره یې خپل هویت له منځه ولاړ شي؛
و – ماشوم د دروغځن هویت څښتن کېږي او ځان ازمویلو/ کوښښ کولو ته یا وخت نه ورکول کېږي او یا یې پخپله نه غواړي، چې وړیا ترلاسه شوی/ ترلاسه کېدونکی بخت و تخت دې په لته ووهي؛
ز ـ څرنګه چې د ماشوم د شخصیت لپاره د والدینو شخصیت د چوکاټ په توګه ټاکل شوی وي، نو ځکه یې خپل شخصیت یا له منځه ځي او ګڼې آزادۍ یې سلبېږي او یا د شخصیت جوړولو وخت او دوره ترې په اوبو لاهو کېږي او… .

پای

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.