اشرف غني يو ناکام سياستوال، يو علت

محمد اسماعیل عندليب

494

سياست ډېره پېچلې لوبه ده، هم ورننوتل سخت دي، او هم ترې وتل، په سياست کې له ښکېلتيا نيولې، بيا د سياست تر خوشې کولو پورې موده يې تر ټولو ستونزمنه ده، د پښتونخوا يو مخکښ سياستوال ولي خان هغه وخت ارام وموند، کله يې چې له سياست څخه پر ژمنه د وفا کولو په پايله کې څنډې ته شو.

افغانستان هم خصوصاً وروستيو څلور نيمو لسيزو کې د ډول ډول سياستوالو شاهد و، اوس څوک د ظاهر شاه سندرې وايي، څوک په داودشاه مين دي، څوک ډاکټر نجيب اتل بولي، څوک بيا مسعود، حکمتيار او ځينې بيا ملا محمد عمر يا شیخ هبة الله اخوندزاده، د هر چا خپل نظر دی، خو دوی بيا ايا بريالي و، که ناکام؟

د سياستوال د بريا او ناکامۍ لاملونه خورا ډېر وي، چاپېريال، ملګري، حالات، ان له هېواده بهر د شرايطو منځ ته راتلل، خپل ليدلوری، مذهب، او داسې نور د سياستوال په بريا او ناکامۍ کې مهمه ونډه لري.

ما نن د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني احمدزي وينا واورېده، چې د ستر اختر په مناسبت يې کړې، ما چې له لومړۍ ورځې دا سړی اورېدلی، او لوستلی، نو دا درک راته شوی، چې هغه زموږ د ټولنې سره په هېڅ راز سمون نه لري.

که په کورنۍ يې ونه غږېږو، د هغه د کورنۍ شاليد ته هم ولاړ نه شو، دا هم بسنه کوي، چې هغه څو لسيزې او هغه مهال چې افغانستان په اور کې سوځېدو د افغانانو ريښتينی حالت نه دی درک کړی، ځکه خو هغه د دې ټولنې په اصل نه پوهېږي.

هغه يو اکاډميک سړی دی، د مشورې لپاره ښه و، نه د سياست پر مخ وړلو لپاره، دا هم بعيده نه ده چې هغه يوه مهره وه، او بس همدې حالت پورې راوستل کېدو، او نور په اوبو لاهو کېدو.

هغه يو ډاکتر و، چې کتاب يې لوستی، خو د سياست کتاب معکوسې معناوې لري، او هغه ښاغلي د خپل کتاب په ليکو ټينګار کاوه، کتاب کې يې لیکلي و چې ولسمشر به دوه وي، د ده په څنګ کې پنځه نور ولسمشران راووتل، چې دوه يې مرستیالان او درې يې د اجرائيه رئيس او د هغه مرستيالان وو، و هلمّ جرا…

نن يې د اختر په مناسبت وينا کړې، زه لا په خپل نظر باوري شوم، هغه د سياسي پوست لپاره جوړ څوک نه و، که بيا واک ته رسېږي، يا يې هيله لري، بيا به له ناکامۍ سره روان وي، او ناکامېږي به.

ولس ته د هغه د وينا انداز  داسې دی، لکه په ټولګي چې محصلينو ته درس ورکوي، د هغه په باور خبرې يې يوازې نخبه ګان اوری، پوهان یې ليواله دي، او بايد له خپل ټول علم او پوهې څخه کار واخلي، څو هغوی د خپل منطق په زور قانع کړي، چې دوی په حقه دی.

حال دا چې زموږ د هېواد ډېره برخه وګړي، عند الموقع پرېکړه کوي، او چې سملاسي په څه پوه شول، هغه يې منظور نظر ګرځي.

اوس که ښاغلی اشرف غني ولس ته مخاطب وي، نو د خبرو انداز يې غلط دی، ولو که ډېر عميق غږېدلی وي، ولو که خبرې يې سل په سله کتابي وي، او که له خواصو سره غږېدلی وي، نو بيا ځان د ولس مشرۍ ته انتخاب نه شي ګڼلای، بايد بيا يې هم انداز د داسې يو سياستوال نه اوسي، چې غواړي ولس رهبري کړي.

خبره دا ده چې هغه ښاغلی به پوه وي، خو پوه سياستوال نه دی، يو بريالی انسان به وي، خو بريالی سياستوال نه دی، زه وايم که څوک مشوره ورکوي، نو د ولس لپاره د کار مشوره دې ورکړي، د سياست نه.

چې د ولس په ژبه سړی نه پوهېږي، هغه به څه ولس رهبري کړي.

پای

2022-07-08

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.