نوښت(خلاقیت) څه دی او څنګه نوښت وکړو

اغاملوک سهار

898

نوښت د بریالیتوب کرنسي ده، نوښت نه یوازې د کار او ژوند ښایست دی بلکې د بریالتوب او چټک پرمختګ تر ټولو لوي عامل دی،مالي خپلواکي ته نوښت تر ټولو لنډ شارتګټ دی. د بریالیتوب یوازینې لار هم نوښت دی.

 د ژوند په هره برخه او هر صنعت کې نوښت ممکن دی، دې پیړۍ کې د نوښت لپاره تر بل هر وخت زمینه براره ده.

نوښت یو شعورې هڅه ده،نوښت نوي تقاضاوي رامنځته کوي او په ښه ډول یې ځواب وایې، هرڅوک نوښتګر کیدای سي، او هر څوک نسي کیدای، ځکه دا د فرد په هڅو، هوډ، او پلان پورې اړه لري.

د نړۍ ستر بدلونونونه د نوښت نتیجه ده، که نوښت نه وای هیڅ وخت به ټکنالوژې،انساني تمدن او اسانتیاوې دومره لوړ حد ته نه وای رسیدلي.

نړۍ ورځ تر بلي په مخ روانه ده، د پرون مفکورې،د کار کولو لارې چارې او آلات د نن لپاره ځواب ویوونکي ندی. که کومه اداره ، شرکت او ټولنه د تیرې ورځي په فکر، تولید، رسم او کړنلاره باندي متکي وي، نه یوازې چې بې عیبه به نه وی، بلکې د پرمختګ مخه یې په لوی لاس ډب کړي.

که تاسو پنځه ورځي له بزنسمینو سره کینئ، نو شپږمه ورځ به تاسو د بزنس په اړه فکر کوي او ورو ورو بزنسمين به سي. که پنځه ورځي تاسو له نوښتګرو سره کینئ نو شپږمه ورځ به تاسو د نوښت په اړه فکر کوي ورو ورو به نوښتګر سي. که پنځه ورځي تاسو له سیاسونو سره کینئ نه شپږمه ورځ به تاسو په سیاست کې لګیا یاست،… نو د ناستي پاستي خلګ او محیطې شرایط مهم دی. که تاسو غواړي زر پرمختګ لپاره لمړی ګام واخلي، نو محیط مو بدل کړئ او ملګري مو فیلټر کړي، هغه کسان له ځانه څخه لیری کړي چې په تاسو او نوښت باور نلري.

نوښتګرو ته ستونزې او ننګونې فرصتونه ده ځکه دوی د حل، فرصت او بزنس له عینکو ورته ګورې چې موثر حل ورته ومومي.

دا به غلطه نه وي که ووایو چې په افغانستان کې ۹۷٪ خلګ لوړې زده کړي ددی لپاره کوی چې یو کارکوونکې سي، ۳٪ خلګ یې بیا د کارآفرینی لپاره کوي.  ډیری افغان پلارونه غواړي خپل اولاونه ې دده په ډول او خوښه کار وکړي د یو مات نسل د رامنځته کولو لمړۍ هڅه ده، د نوښت او غوړیدنې مخنیوی دی.

 که موږ  د اوږد مهالي بې کاري مخه نیسو خو نوښت دا کار کولای سي، ځکه نوښت د کارآفریني سرچینه ده.

په افغانستان کې د نوښت په وړاندې تر ټولو لمړي لوی خنډ زموږ بي کاره تعلیمی او تحصلی سیسټم دی چې نوښت او اختراع په اړه یې حتا مکمل بحث او تعریف ندی کړی. کورنی اقتصاد، نالوستي ټولنه، د خلکو ټیټ ذهنیت، جګړه او ټولینزې ناخوالې،… نور هغه لاملونه دي چې موږ نوښت ته نه پریږدي.

خو اصل کې دا یو هم پېه مکمل ډول نسي کولای سي د نوت او پرمختګ مخه ونیسي، حتا که ټنګ هوډ ولري نو برایلیتوب او نوښت ته مو ښه روزي.

زما تجربه او مشوره داده چې زده کوونکي او محصلین دي په ښوونځیو او پوهنتونو کې د اولنمره ګي او ډیرو لوړو نمبرو اخیسته لپاره ټوله هڅه نه کوي بلکې ښه به دا وې متوسطه نمرې ولريئ او ترڅنګ په مهارتونو او نوښت فکر وکړي. په ښوونځیو او پوهنتونونو کې اولنمره ګي حتا تاسو سره په کاري  مارکیټ کې هم ډیره مرسته نه کوي. زما د ښوونځي شهادتناني او پوهنتون ډیپلوم ماسره کومه خاصه مرسته ونه کړه خو هغه مهارتونه چې هغه وخت زده کړي وو کابو هر وخت مې په درد خوري.

سامسونک یو کس پیل کړ خو نن تر ۲۸۷۰۰۰ نه زياتو کسانو ته دندې رامنځته کړي. ستیو جابز او دوه ملګرو یې په ۴۰ ډالره په ګیراج کې د اپل بنسټ کیښود خو اوس یې شاوخوا څلور سوه زره کسانو ته دندې پیداکړي،زرګونو اختراعاتو له ډلې يې ۳۶۰ اختراعات یوازې د ستیو جابز په نوم ثبت دي. هغه کمپنۍ چې ګیراج نه پیل سوه اوس د ایفون او لسګونه نور داسې محصولات بازار ته وړاندي کوي چې درلودل یې د سلګونه میلیونو خلګو لوی ارمان دی. همداسې مایکروسافټ،ال جي،…. دا باور غلط دی چې د ټکنالوژې په پرمختک سره انسانان بې کاره کیږي. د موټرو په رامنځته کیدو خلکو دا باور درلود چې په زرګونه خلګ به بې کاره سي خو کله چې موټر بازار ته راغلو نو په لسګونه زره خلګ د موټرو په چلولو بوخت سول، او ددي تر نیمایې زیات په ورکشافونو کې د موټرو په ترمیم بوخت سول.

په نړۍ کې ډیری لوی لوی نوښتونونه هغه کسانو کړي چې یایې پوهنتون نه وو لوستي یا ترې ډراپ سوي وو، لکه سټیو جابز چې اپل کمپنۍ یې رامنځته کړه، بیل ګیتس مايکروسافټ يې رامنځته کړ، مارکزوکربرګ فېسبوک يې رامنځته کړ، ریچرډ براسون، انیشتاین، جک ما، آډیسون،… خو دوي غوښتل چې نوښت وکړي او انسانانو ته خدمت وکړي، دوی په سیمیزو مسایلو لکه قوم سمت، ژبه، مذهب او نژاد کې وخت ضایع نکړ او نړۍ ته یې بل رنګ ورکړ. ځکه دوی عمګرا وو، په خبرو یې ژوند نه تیرول.

 دي کسانو کې ډیری د خپلو نوښتونو او هڅو په وسیله ډیر بډایه هم سو، ځکه دا یې حق هم وو لکه بیل ګیټس چې نژدې د دوو لسیزو لپاره د نړۍ بډایه کس پاته سو. نن چې د نړۍ ۹۰٪ کمپیوترانو کې د مایکروسافټ ویڼدوز دی،چې بیل ګیټس په هڅو جوړ سو کنه تر دی مخکې کمپیوتر زده کول او ورنه ګټه اخیستل دومره اسانه هم نه وو،…

نوي مفکورو له کومه کړو؟

په بډايه کارآفرینانو باندې د سوی یوې څیړنې لندیز:

۷۱٪ خلګو په یو ځای کې له کار کولو او لیدلو وروسته په الهام نوي مفکورې ذهن ته راغلي. ۲۰٪ په تصادفي ډول مفکورې پیدا کړي. ۳٪ خلګو له سیستماټیکو څیړنو وروسته نوی مفکورې رامنځته کړي. ۴٪ خلګو د نورو په کار او نوښتونو له بحث وروسته نوي مفکورې رامنځته کړي. د ۲٪ خلګو بیا په سفر او نورو سره د عاشقي په وخت کې نوي مفکورې رامنځته کړي.

یوه وړه کتابچه ځان سره ولرئ، هر چیرته چې مو نوي څه ولیدو ځان سره یې نوټ کړي. د شپي تر ویده کیدو مخکې لس دقیقی د نوي مفکورې ، نوښت او ژوند ښه کیدو په اړه فکر وکړي، وروسته ویده سئ. په خوب کې ستاسو د مغز لاشعور ورباندي کار کوي، سهار یا که د شپې له خوبه پورته سوي، هرڅه چې مو په ذهین کې وو په هغه وړه کتابچه کې یې نوټ کړي، وروسته ورباندې فکر وکړي.

ستونزې فرض کړي مثلاً که نوي کور یا موټر، یا نوي کار پیلوم… نو امکانات او حل به څنګه ورته پیداکوم، په حل ارزې کنه.  که نه سي حل نو څه به وسي، او په حل کیدو یې زه څومره وده کوم،…

خپل کار، ستونزو او پرمختګ په اړه فکړ وکړي، وی لیکې، رسم یې کړئ،شفاهی یې وڅیړئ، مشوره واخلي،پریزنټیشن،رنګول، انمیشن یې جوړ کړي،…. یعنې خپل ځان له مختلفو اړخو وښایئ، ځکه انسان مختلف استعدادونه لري.

هغه کسان چې قوی تخیل لری، قوی نوښتګر دی. زما به نظر تخیل او نوښت لکه شخصیت او لیکوالی ورو ورو وده کوي. نو ښه ده خپل تخیل او نوښت ته د ودې لارې چارې ولټوو.

ډیر کتابونه ولولي، د میلیونرانو،میلیاردانو،مخترعینو ژوند لیکونه، نوي څیړنې ولولئ.

که بیا هم تاسو نوي مفکورې نسي پیداکولای، نو منفې فکر وکړئ چې څنګه یو څه تخریب کړی، څنګه د له منځه وړلو لپاره پلان جوړ کړي، وروسته مو خپل تخریبی او منفی فکر او حل سرچپه کړي، نو په یو حل بدل سي خو د یو څه باید یادونه کوم بې له خطر او ریسک څخه د بریالتوب غوښتل داسي ده لکه په خوب کې د بریالیتوب غوښتل دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.