څنګه د مخ د پوستکي غؤړ لۀ منځه وړلی شو

عارفه ځدران

1,056

دا ستونزه تر ډېره جینټکي ده. چې د دې سربېره ځينې نور عوامل هم لري. کله چې يؤ تنکی ځوان/پېغله د بلوغ مرحلې ته داخلېږي، د دوی مخ غوړ پیدا کوي، چې یو شمېر يې د وخت پۀ تېرېدو سره ختمېږي، خو د ځينو نورو د مخ غوړ بیا همداسې پاتېږي. د دې سربېره، د سینګار کم اصل او غیرې صحي توکي هم د مخ غوړ پیدا کوي. د سمارټ فون زیات استعمال هم دا ډول ستونزې زېږوي. په ټوله کې د مخ د پوستکي غوړ یوه بیولوژیکي ستونزه ده، چې په وجود کې د یو شمېر هورمونونو د افرازیدو په پایله کې رامنځ ته کېږي. خو؛ پوښتنه دا ده، چې څنګه د مخ د پوستکي غوړ له منځه وړلی شو؟

دلته يې ځینې مهمې، اغېزمنې، اسانه، ارزانه او طبیعي لارې چارې درښایم:

۱ـ د مڼې جوس:

د مڼې جوس د مخ د پوستکي لپاره ډېر ګټور دی، په ځانګړې توګه چې مخ غوړ او ځوانې دانې ولري.

لږ پنبه د مڼې په جوس لانده کړئ، په مخ يې ومښئ او پرېږدئ، چې مخ يې جذب کړي، څه وخت وروسته يې په پاکو اوبو ووېنځئ، دا کار څو ورځې پرلاپسې وکړئ نو د مخ غوړ او ځوانې دانې به مو تر ډېره له منځه لاړې شي. البته که چېرته د مڼې په جوس کې لږه د اوړو سوډا هم ور اضافه کړئ، ګټه به يې څو چنده زیاته وي.

۲ـ کیله:

کیله نه یوازې دا چې پوستکي ته ګټه لري، بلکې ډېرې نورې روغتیايي ګټې هم لري. د مخ د غوړو د ليرې کولو لپاره کیله را واخلئ، ښه يې میده کړئ، بیا لږ شات هم ورسره ګډ کړئ، که په وس مو پوره وي، په یخچال کې یې یخ کړئ، بیا يې په مخ ووهئ، هم به تاسې ته راحت کوونکی احساس درکړي او هم به مو د مخ غوړ ورسره کم شي.

۳ـ د هګۍ سپین:

د هګۍ سپین د پروټین په درلودلو سره د مخ د پوستکي لپاره خورا ګټور دي، د هګۍ سپین د مخ مړې حجرې رغوي؛ ځوانې دانې ختموي؛ مخ ته ځلا ورکوي او د مخ پوستکی ژر زړېدو ته نه پرېږدي. که د هګیو د سپینو سره لږ لېمو او شات  ګډ کړئ، ګټې به يې څو چنده زیاتي شي.

۴ـ د نارنج د پوستکي پوډر:

د نارنج د پوستکي پوډر که څه هم ګران بیه به وي، خو د مخ د پوستکي د غوړو په له منځه وړلو کې بې ګټې نه دي،

د نارنجو د پوستکي پوډر مخ ته ځلا ورکوي او په ټوله کې د مخ پوستکی تازه او روغ ساتي، دا ترکیب زیات ویټامینونه لري.

۵ـ د ګلاب اوبه:

د ګلاب اوبه نه یوازې د مخ پوستکی، بلکې د ټول وجود پوستکی تازه، روغ او نرم ساتي. هڅه وکړئ، چې د لامبلو په وخت کې په ټولو اوبو کې د ګلاب اوبه یا ګلاب واچوئ او بیا په هغو اوبو ولامبئ، پوستکی به مو ښه او ښکلی وي.

۶ـ جواری او مستې:

د جوارو اوړه او مستې که سره ګډې شي، او د پنځو دقیقو لپاره پر مخ ووهل شي، د مخ غوړ کموي. که د جواري او مستو سره لږ لېمو هم اضافه کړئ، د مخ د غوړ پوستکي لپاره په زیاته اندازه ګټور دی.

۷ـ رومیان او بادرنګ:

په بادرنګو او رومیانو کې بېلابېل ویټامینونه شتون لري چې د مخ غوړ په چټکۍ سره لۀ منځه وړي او د مخ پوستکی روغ ساتي. رومیان مخ ته تازه ګي، نرمښت او ځواني بخښي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.