هغه عادتونه چې د مخ ښایست لۀ منځه وړي

عارفه ځدران

1,067

اوس وخت کې جذابیت تر ټولو مهم ټکی ګڼل کېږي، څېړونکي دې پایلې ته رسیدلي چې پۀ ژؤند کې ډېرې کوچنۍ ټاکنې مو د جذابیت کمېدو لامل کېږي؛ ستاسو به ورته پام نۀ وي خو ستاسو د پوستکي پر کیفیت نېغ پۀ نېغه اغیزه لري.

پۀ کافي اندازه خوب نۀ کول:

د هغو مطالعو له مخې چې په ۲۰۱۷ کال کې ترسره شوې وي، که چېرته دوه شپې په کافي اندازه خوب ونه کړئ نو ظاهري جذابیت کې مو کمښت راځي، څېړونکو په دې اړه څېړنې وکړې داسې چې له خلکو یې انځورونه واخیستل وروسته یې ولیدل هغه کسان چې خوب یې ستونزه لري تر یو وخت وروسته یې ښایست کم شوی دی نو له همدې کبله توصیه کېږي چې هره شپه باید ۸ ساعته خوب وشي.

د بورې ډېر مصرف:

څېړونکي دې پایلې ته رسېدلي چې د بورې ډېر مصرف مو له خپل اصلي سن څخه په کراتو ډېر زوړ ښایي

ډېر استرس:

ژؤر خفګان یا استرس د دې لامل کېږي چې تاسو د ارام ژوند خاوندان نه شئ همدا راز په بدن کې مو د کورتیزول هورمون ترشح کېږي چې د پوستکي د زړښت لامل کېږي البته که چېرته د بدن تر ټولو غښتلی دفاعي سیستم هم ولرئ استرس یې له پښو غورځولی شي دا چاره مو په ځواني، ښایست او جذابیت منفي اغیزې کولای شي.

ډېره غوښه خوړل:

په اروپا کې وروستیو مطالعو ښودلې چې هغه نارینه چې ترکاري خوري د نارینه توب جذابیت په کې ډېر لیدل کېږي چې دا مورد په ښځو کې هم ورته دی. نو له همدې کبله توصیه کېږي چې ډېره غوښه مه خورئ ځکه چې د وخت په تېرېدو مو د پوستکي ځواني اخلي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.